ads

په ننګرهار کې د ۱۵ مېرمنو په ګډون ۳۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوه

د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې د پنځلس میرمنو په ګډون ۳۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ او پرې د کار وسایل وویشل شول.د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست مسولین وایي، یادو کسانو ته د اکټيډ موسسې له لوري د شپږو میاشتو په موده کې په بیلابیلو برخو کې حرفوي زده کړې ورکړل شوي چې موخه یې د بیوزله کورنیو په ځان بسیا کیدل دي.

جان اغا صالح
1 مرغومی 1401
په ننګرهار کې د ۱۵ مېرمنو په ګډون ۳۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوه

د جلال اباد ښار په اتمه ناحیه کې د پنځلس میرمنو په ګډون ۳۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ او پرې د کار وسایل وویشل شول.

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رئیس فرید الله حقاني وایي، یادو کسانو ته د اکټيډ موسسې له لوري د شپږو میاشتو په موده کې د خیاطۍ، ګلدوزۍ، خامک، د مبایل میستریتوب ، سولر جوړولو او یو شمیر نورو برخو کې حرفوي زده کړې ورکړل شوې.

نوموړی وایي، هڅه کوي میرمنو ته د اسلامي اصولو په چوکاټ کې کارې زمینې برابرې او میرمنې د کورني اقتصاد له اړخه پر ځان بسیا شي.

حقاني زیاتوي:«د جلال اباد ښار اتمې ناحیې په دامان سیمه کې د اکټیډ موسسې په همکارۍ دیرش تنه چې پنځلس یې میرمنې دي له شپږمیاشتي حرفوي زده کړو وروسته فارغ شول او هر یو فارغ شوي زده کوونکي ته د څلور سوه امریکایي ډالرو په ارزښت وسایل هم ورکړل شول په نیږدې وخت کې به په نورو ولسوالیو کې هم ګڼ شمیر کسان له حرفوي زده کړو وروسته فارغ شي.»

بلخوا د اکټیډ موسسې ولایتي مسول امیدالله شیرین زاده وایي، لا هڅه کوي چې له دې سربیره ګڼ شمیر نورو هغه نارینه وو او ښځينه وو ته د حرفوي زده کړو په برخه کې کاري زمینه برابره کړي، چې اوسمهال له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او بله لاره چاره نه لري.

شیرین زاده زیاتوي:« په دې فارغو شویو شاګردانو کې چې نارینه او میرمنې په کې شاملې وې د ورځې مزدوري یعنې درې سوه افغانۍ هم ورکول کیدې، څو دوی لاتشویق شي او غوښتنه هم ورڅخه کوو چې څه زده کړې یې دلته کړي وي له دې لارې خپلې ټولنې ته خدمت وکړي اوکورنۍ ته حلاله نفقه وګټي.»

بلخوا فارغ شوي زده کوونکي وایي، د زده کړي کسب او وسایلو په واسطه به خپلې کورنیو ته حلاله نفقه ګټي.

عبیدالله او پري ګل د حرفوي زده کړو د فارغو شویو زده کوونکو له ډلې دي، دویل له کلید سره په خبرو کې خوښي څرګنده کړه؛ چې د حرفوي زده کړو په برخه کې ورته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.

عبیدالله زیاتوي:« ما دلته د حرفوي زده کړو په لړ کې د خیاطۍ په برخه کې کسب زده کړې او انشاالله کولای شم چې د همدې کسب په واسطه خپلې کورنۍ ته حلاله روزي وګټم.»

پري ګل زیاته کړه:«کورنیو مو ډیره بیوزله ده او بل څوک د ګټې وټې نه لرو، ما دلته خیاطي زده کړې له برکته خپله کورنۍ ساتم غوښتنه کوم چې دا ډول د زده کړو مرکزونه دې لا زیات شي.»

دننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رياست د مالوماتو پر اساس دا لومړی ځل نه دی چې له حرفوي زده کړو په دغه شمیر کسان فارغیږي، بلکې د مرستندویه ادارو په همکارۍ یې سلګونه ښځینه او نارينه وو ته په مختلفو برخو کي روزنه ورکړي او لا هڅه کوي چې د حرفوي زده کړو په برخه کې پیل شوې لړۍ دوامداره وساتي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA