ads

په ننګر هار کې یو ه هنري مرکز له سلو ډېرو یتیمو ماشومانو ته د زړه کړو زمینه برابره کړې

ننګرهار کې یو خصوصي هنري مرکز له سلو ډېرو یتیمو ماشومانو ته د زړه کړو زمینه برابره کړېد دې مرکز مشر وایي، چې یاد شمېر یتیموماشومانو ته د خطاطۍ، رسامي د هنر د تدریس ترڅنګ ځينې نور علوم هم تدریسوي.

فقیر محمد فقیر زی
2 مرغومی 1401
په ننګر هار کې یو ه هنري مرکز له سلو ډېرو یتیمو ماشومانو ته د زړه کړو زمینه برابره کړې

ننګرهار کې د عزت آرت په نامه یوه خصوصي هنري مرکز له سلو ډېرو یتمیو ماشومانو ته په بېلابېلو برخو کې د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

د یاد مرکز مشر عزت الله عزت له کلید سره په خبرو کې وویل، چې اوسمهال په روزنیز مرکز کې ورسره شاوخوا ۷۰ یتیمې نجونې او له ۴۰ ډېر یتیم هلکان په زده کړو بوخت دي.

عزت وایي یاد شمېر یتیمې نجونې او هلکانو ته په رسامي، خطاطۍ، انګلیسي او دیني برخو کې زده کړې ورکوي.

نوموړی زیاتوي: ((تر خپلې وسې به د بېوزلو هېوادوالو لاسنیوی کوم، همدا مې وسه ده، نور د ځای د کمښت له امله د شاګردانو د جذب توان نه لرم.))

 هغه دغه راز زیاتوي، چې که یې لاسنیوی وشي کولی شي د خپلو خدماتو ساحه لا پراخه کړي او غوښتنه کوي، چې که په هر مسلک کې خلک د یتیمو ماشومانو د روزنې لپاره یوه برخه جلا کړي ښایي د دې ټولنې هېڅ ماشوم بې زده کړو پاتې نه شي.

عزت زیاتوي: (( ډېری کورنۍ دلته راځي چې د پيسو توان نه لرم نو موږ مجبور یو هغه ته دا زمینه برابره کړو ټولنه پر موږ حق لري دا ماشومان پلرونه نه لري څه وکړي.))

 ملیحه او صباح هغه یتیمې نجونې دي، چې په دې روزنیز مرکز کې زده کړې کوي.

دوی وایي ډېرې هیلې لري، خو په دې فکر دي، چې د پلار په نشتون کې به یې څنګه پوره او ور وبه رسېږي که نه.

ښايي دا د یتیمو ماشومانو د روزنې لپاره لومړنی او يا هم وروستی ځای نه وي، چې فعالیت کوي؛ خو ځوانان په دې باور دي که د هر مسلک لاروی دا ډول اقدام وکړي ښآيي د ټولنې راتلونکی له ستونزو خالي وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA