ads

د بست کلا د بیا رغوونې چارې معیاري مخته نه ځي

د افغان حکومت د بېلابېلو ادارو له خوا د لسګونه لرغونو ابدو د بیارغوونې چارې روانې دي.

فضل هادي حمیدي
17 کب 1399
د بست کلا د بیا رغوونې چارې معیاري مخته نه ځي
په دې اړه د کلید ګروپ له خوا ترلاسه شوي معلومات په ډاګه کوي چې د دغو لرغونو ابدو له ډلې د بست کلا چارې په معیاري توګه پرمخ نه ځي.
د اصولو پربنسټ، هره ابده چې رغول کېږي، لومړی باید د هغې د لرغونتیا، د کارول شویو توکو د څرنګوالي، د نوموړې ابدې شاوخواته د نورو لرغونو ابدو د شتون احتمال او په هغه سیمه کې د لرغونو آثارو د احتمالي موجودیت په اړه باید هراړخیزې څېړنې او مطالعه وشي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د محافظتي بیارغوونې لپاره د لرغون پېژندنې مطالعې ته اړتیا نشته.
د بست کلا د بیارغوونې چارې د ملي پراختیا شرکت له خوا پرمخ وړل کېږي، خو اوس دغه رغنیزې چارې درېدلي، چې د ملي پراختیا شرکت، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونو ابداتو د ساتنې او څارنې ریاست او د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یې د کار د درېدو د علتونو په اړه بېلابېلې څرګندونې کوي.
په همدې حال کې د کلید ګروپ له خوا ترلاسه شوي معلومات څرګندوي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بست کلا د ودانیزو توکو په اړه وړاندې له دې چې کار پیل کړي، معلومات نه درلودل.
بلخوا، د دې پروژې د رغنیزو چارو د څارنې په اړه هم اړوند بنسټونه ضدو نقیضې څرګندونې کوي.
په داسې حال کې چې د لرغونو ځایونو ساتنه او رغونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونو ابداتو د رغولو او ساتنې د ریاست اړوند کېږي، خو اوس مهال د ځینو انجو ګانو ترڅنګ د افغان حکومت څو ادارې په یوه وخت کې یو ډول چارې مخته وړي.
اوسمهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونو ابداتو د ساتنې او رغونې ریاست، د ښارجوړولو وزارت، د جمهوري ریاست عملیاتي اداره او د پایتخت زون خپلواکه اداره د لرغونو ابداتو د رغولو چارې پرمخ وړي.
تر ډېره د چارو پوهان د موازي ادارو کار اغېزمن نه بولي او وایي، د موازي ادارو په چارو کې ستونزې او نیمګړتیاوې ډېرې وي.
اوس چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترڅنګ نورې ادارې هم د لرغونو ابداتو د بیارغوونې په برخه کې کار کوي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونو ابدو رییس انجنیرعبدالاحد عباسي یې علت د ابدو ډېروالی او د امکانات کمښت په یادوي، خو د دغو ادارو ترمنځ د بشپړې همغږۍ ډاډ هم ورکوي: «افغانستان یو لرغونی هېواد دی او ګڼ شمېر لرغونې ابدې لري، موږ چې اټکل کړی، د لرغونو ابدو شمېر شاوخوا پینځه زره کېږي، نو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا یو ریاست دا کار نه شي کولای، د جمهوررییس په لارښوونه، دښارجوړولو وزارت، د پایتخت زون ادارې او د ریاست جمهوري عملیاتې ادارې ته هم دغه مسوولیت وسپارل شو. د دغو ادارو ترڅنګ یو شمېر انجوګانې هم د لرغونو ابدو د بیارغونې چارې مخته وړي، لکه د آغاخان بنسټ، اچکو او فېروز کوه، خو د ټولو ترمنځ پوره همغږي شته.»
دا چې دغه لرغونې ابدې د بېلابېلو ادارو له خوا رغول کېږي، خوپه اصل کې مسوولیت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دی، نو دا چې دغه وزارت د دغو ادارو له خوا د ابدو د رغولو څومره څارنه کوي؟ د لرغونو ابدو د رغولو او ساتنې رییس انجنیر عبدالاحد عباسي وایي، دوی د یو لړ ستونزو له کبله دوامداره څارنه نه شي کولای او تر ډېره یوازې د مرکز د ابدو رغنیزو چارو څخه څارنه کوي: «ځینې وخت موږ هم د هغو نورو ادارو له پروژو څارنه کوو، دوامداره څارنه ځکه نه شو کولای چې یو لړ بودجوي او ترانسپورتي ستونزې لرو.»
په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونو ابداتو د ساتنې او رغونې رییس انجنیر عبدالاحد عباسي وایي، چې دوی له هغه پروژو څخه چې د نورو ادارو له خوا عملي کېږي او لرغوني آبدات رغوي، دوامداره څارنه نه شي کولای، خو په ورته وخت کې دا هم وایي، چې په لومړي سرکې چې دغو ادارو ته مسوولیت وسپارل شو نو چارې یې تر یوه بریده مسلکي نه وې او مسلکي کسان یې نه درلودل، خو نوموړی په داسې حال کې چې اوس هم له دغو چارو دوامداره څارنه نه کوي، بیا هم ډاډ څرګندوي چې اوس یې مسلکي کسان استخدام کړي او چارې یې مسلکي شوې دي: «په لومړي سرکې دا اندېښنې وې چې د د غو ادارو له خوا به د لرغونو ابداتو رغونه په غیرمسلکي توګه پرمخ وړل کېږي، ځکه چې مسلکي کسان یې نه درلودل. همداسې هم وو، کله چې د پل خشتي د جومات چارې پیل شوې، مسلکي کسان یې نه درلودل، موږ پکې مداخله وکړه او همداراز په کندهار کې د میرهزار د جومات چارې هم په غیرمسلکي توګه پرمخ وړل کېدې، چې زه په خپله ورغلم، هغه کار مو بند کړ، څو چې له سره پروژه سازي وشوه او مسلکي کسان استخدام شول او بیا یې چارې بېرته په مسلکي توګه پیل شوې او زموږ کار پایله ورکړه.»
د بست کلا د رغولو چارې چې د ملي پراختیا د شرکت د معلوماتو پربنسټ، د قرارداد له مخې، باید د ۱۳۹۹ کال د زمري میاشتې په شپږمه پیل شوې وی؛ خو د لرغون پېژندنې د مطالعې له کبله درې میاشتې په ځنډ دغه چارې پیل شوې. د دغه شرکت د معلوماتو پربنسټ، دغه چارې له ۱۳ سلنې پرمختګ وروسته د روان ۱۳۹۹ کال د مرغومي په لسمه نېټه بېرته و درول شوې.
د بست کلا د رغنیزو چارو د درېدو علت:
د بست کلا د رغنیزو چارو د درېدو په اړه د لرغونو ابدو د رغولو او ساتنې ریاست، د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د ملي پراختیا شرکت ضدونقیضې څرګندونې کوي.
د ملي پراختیا شرکت د ساختماني افغاني د ریاست د لرغونو ابدو د رغولو چارو مسوول انجنیر نوید احمد رباني وایي، دوی ته د کار د درولو هېڅ دلیل نه دی ویل شوي او یوازې په سیمه کې د مسوول انجنیر له خوا ورته د کار د درولو حکم شوی دی.
نوموړی زیاتوي، په غیررسمي توګه ورته ویل شوي چې د لرغونو ابدو ریاست د دغه ابدې د بنسټیزې رغونې لپاره نوره بودجه هم پیدا کړې، نو باید محافظتي رغونه یې ودرول شي: «دغه کار د فرمایش ورکوونکې ادارې په لارښوونه چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست دی، ودرول شو. موږ ته یې د ژورنال په کتاب کې ولیکل چې تر دویم امره پورې دغه چارې درول شوې، موږ د رسمي مکتوب په واسطه د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه د دغه کار درولو په اړه معلومات هم وغوښتل، خو تر اوسه معلومات نه دي راکړل شوي. په سیمه کې څارونکي انجنیر راته وویل، دغه محافظتي بیارغوونې کافي نه دي، د دې کلا د اساسي بیارغوونې لپاره یوه اندازه نوره بودجه هم ځانګړې شوې، باید اساسي بیارغوونې شي.»
خو د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله ویاړ وایي، د بست د کلا د کمان یا تاق براورد سم نه و، ورته ځانګړې شوې بودجه کمه وه، نو اوس یې بیا په براورد کار روان دی او دا ځل به بیا په تخنیکي او مسلکي توګه دغه چارې مخته یووړل شي: «تر اوسه پورې د بست کلا  د کمان د رغولو د کار بندېدو علت د بودجې کموالی ښودل شوی، وایي، دا کومه بودجه چې ورته ځانګړې شوې، دا کمه ده، نو هغه کارونه چې دوی غواړي وکړي، هغه په اوسنۍ بودجه نه کېږي، ځکه براورد یې مناسب نه دی شوی، په کوم ډول چې باید دغه شیشک یا کمان رغول شوی وی، هغه ډول لګښتونه نه دي ورته سنجول شوي، اوس مهال د لرغونو ابداتو ریاست لګیا دی چې یو مناسب براورد وکړي او څه ډول چې تخنیکي او مسلکي وي، همغسې د بست کلا د کمان چارې بېرته پیل کړي.»
په داسې حال کې چې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د بودجې کموالی د بست د کلا د کار درېدو علت په ګوته کوي، خو د لرغونو ابداتو د ساتنې او بیارغونې رییس انجنیر عبدالاحد عباسي وایي، د بست د کلا څاه او د کمان بیارغونې ته شاوخوا اوه میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي: «د بست کلا د څاه لپاره پینځه میلیونه، ۸۸۷ زره او ۶۳۵ افغانۍ او د بست کلا د کمان لپاره یو مېلیون، ۱۲۶ زره او ۸ سوه افغانۍ په لګښت قرارداد شوی دی.»
خو په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونو ابداتو د ساتنې او رغونې رییس انجنیر عبدالاحد عباسي وایي، د بست کلا د کمان یا تاق په کار کې یو لړ ستونزې وې او د دوی له خوا دغه پروژه درول شوې ده.
ښاغلی عباسې پرته له دې چې په ډاګه ووایي، د بست کلا د کمان کار غیرمسلکي و یا ووایي، چې د کلا د پخواني کار او نقشې خلاف و، خو وایي، دغه کار یې درولی او باید داسې پرمخ  ولاړ شي چې د کلا  لرغونتیا ته پکې زیان ونه رسیږي: «د هلمند ولایت له څو پروژو څخه دغه د بست کلا د کمان او څاه په پروژو کې یو لړ ستونزې وې، شاوخوا ۱۵ ورځې به کېږي چې دغه کار درېدلی دی، باید زه هلته ولاړ شم او دغه ستونزې حل کړم، ځکه دا محافظوي چارې دي او باید د کلا لرغونتیا پکې خوندي وي، مشخصې ستونزې دا وې چې د کلا لپاره موږ مختلف سایز خښتو ته اړتیا درلوده خو په کم شمېر او موږ یو سایز فرمایش ورکړی، موږ ویل چې همدا به ورته جوړې کړو خو اوس انشاالله دغه ستونزه به ژر حل شي.»
خو په ورته وخت کې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله ویاړ وایي، لومړی په سطحي براورد کې یو ډول خښتې نیول شوې وې او له شرکت سره هم د هغه خښتو قرارداد شوی و، خو وروسته چې د کار په جریان کې لیدل کېږي، هلته بل ډول خښتو ته اړتیا ده.
نوموړی وایي، شرکت یو ډول خښتې راوړې خو دلته بل ډول خښتو ته اړتیا ده، نو په خبره یې باید شرکت ته نور امکانات ورکړل  شي او په همغه پخوانیو امکاناتو خو دا کار نه کوي، باید نوره بودجه ورته ځانګړې شي:« کله چې د بست کلا د کمان یا شیشک د ظاهري شکل او بڼې سطحي براورد شوی و، نو هلته یو ډول خښتو ته اړتیا وه او له شرکت سره هم د همغه خښټو قرارداد شوی و، خو کله چې د کار په جریان کې ولیدل شول نو بل ډول خښتو ته اړتیا وه، خو شرکت همغه یو ډول خښتې راوړې دي، نو شرکت خو همغه د قرارداد پر بنسټ مخته ځي، خو اوس چې بل ډول خښتو ته اړتیا شوه نو باید شرکت ته نور امکانات ورکړل شي او نوره بودجه ورته ځانګړې شي.»
که څه هم د لرغونو ابداتو د رغونې او ساتنې رییس انجنیر عبدالاحد عباسي، د بست کلا د څاه او کمان د کار د درېدو علت کوچنۍ تخنیکي ستونزې یادوي، خو زیاتوي، چې د دوی د معلوماتو پربنسټ، که څه هم تر اوسه اسناد په لاس کې نه لري، خو په دغو چارو کې یوه بله ستونزه دا ده چې د ملي پراختیا شرکت د بست کلا د څاه او کمان د رغونې چارې یو بل خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړې، چې دغه ستونزه به هم ژر حل شي.
ښاغلی عباسي وایي، که څه هم د ملي پراختیا شرکت ورته ویلي چې هغه شرکت لوجیستکي چارې پرمخ وړي خو په وینا یې، د دوی معلومات دا څرګندوي چې ټولې چارې هغه خصوصي شرکت مخته وړي: «یوه بله ستونزه چې دلته موجوده ده، هغه دا ده چې پخپله د ملي پراختیا شرکت کار نه کوي او بل شرکت ته یې ورکړی، خو دوی وایي چې هغه شرکت موږ ته یوازې مواد راوړي، احتمالا چې هغه ودانیزو چارو شرکت دغه کار کوي، دا یوه ستونزه ده چې موږ به یې ژر حل کړو انشاالله.»
خو د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله ویاړ، بیا په دې اړه چې د ملي پراختیا شرکت له بل شرکت سره د بست کلا د چارو قرارداد کړی او کنه؟ بې خبري ښيي: «موږ په دې اړه معلومات نه لرو چې دغه قرارداد څووم لاس ورکړل شوی، خو تاسو کولای شئ دغه پوښتنه د ملي پراختیا له شرکت څخه وکړئ.»
د ملي پراختیا شرکت ویاند مصطفی نوید بیا وایي، خصوصي سکټور له دوی سره په ټولو پروژو کې همکار وي او دلته هم هغه خصوصي شرکت یوازې د موادو د چمتو کولو په برخه کې د ملي پراختیا له شرکت سره همکاري کوي او نوره پروژه بیا د ملي پراختیا د شرکت او د همدغه شرکت د انجنیرانو له خوا عملي کېږي: «خصوصي سکټور له موږ سره په ټولو پروژو کې همکار دی. په دې پروژه کې هم له موږ سره د موادو په چمتوکولو او راوړلو کې همکاري کوي، خو نوره پروژه د ملي پراختیا د شرکت له خوا عملي کېږي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره په همغږۍ چارې مخته ځي.»
په داسې حال کې چې د لرغونو ابداتو د بیا رغونې په برخه کې د ملي پراختیا شرکت په چارو کې هم ستونزې شته او هغه نورې ادارې چې کار کوي؛ د هغوی په چارو کې په لومړي سرکې هم ستونزې وې، چې اوس یې د چارو دوامداره څارنه هم نه کېږي. نو ولې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونو ابداتو د بیارغونې اوساتنې ریاست په خپله دا کار نه کوي؟ د دغه ریاست مشر انجنیر عبدالاحد عباسي د دغه پوښتنې په ځواب کې وایي، د دوی تشکیل او بشري ځواک کم دی، د هغه په خبره، سره له دې چې په دغه برخه کې څو ادارې کار کوي، خو بیا هم ګڼې لرغونې ابدې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي: «موږ چې کوم تشکیل لرو، ډېر کم دی، موږ د ټول هېواد په کچه ۱۷تنه انجنیران لرو، یقینا چې موږ ټولو لرغونو ابدو ته رسېدنه نه شو کولای، سره له دې چې څو نورې ادارې هم په دغه برخه کې کار کوي خو بیا هم ګڼې ابدې شته چې بیارغونې ته اړتیا لري او کلونه وخت به ونیسي.»
په همدې حال کې د د علومو اکاډمۍ غړی څېړنپوه کتاب خان فیضي هم اندېښنه څرګندوي، چې په افغانستان کې د لرغونو ابداتو د بیارغونې چارې تر ډېره غیرمسلکي شرکتونو ته ورکول کېږي، نوموړی ټینګار کوي، چې د لرغونو ابدو د بیارغونې چارې باید مسلکي شرکتونو ته ورکړل شي:« ترکومه ځایه چې موږ مطالعه کړي، د لرغونو ابدو په برخه کې یوه ستونزه دا ده چې د دغو ابدو د بیارغونې لپاره له ځینو غیرمسلکي شرکتونوسره قرارداد کېږي، دې ته باید جدي پام وشي او له مسلکي شرکتونوسره قرارداد لاسلیک شي، ترڅو په مسلکي توګه دغه ابدې بیاورغول شي.»
دبست کلا د کمان او څاه د رغولو چارې څومره معیاري دي؟
که څه هم د لرغونو ابداتو د چارو پوهان وایي، د اصولو او نړیوالو معیارونو پربنسټ، د لرغونو ابداتو د هر ډول بیارغوونې او بیارغونې لپاره لومړی باید هغه ابده چې بیارغول کېږي، د لرغون پوهانو له خوا په هراړخیزه توګه مطالعه شي، یعنې د هغه ابدې لرغونتیا، په هغه کې د کارول شویو موادو څرنګوالی او نوعیت، د هغه ابدې په شاوخوا کې د نورو ابدو او لرغونو آثارو احتمالي موجودیت او داسې نورو مسایلو په اړه باید معلومات ترلاسه او راپور یې چمتو شي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونو ابداتو د ساتنې او بیارغونې مسوولین وایي، د بست په کلا کې د محافظتي رغونې چارې روانې دي او دغه چارې د لرغون پوهانو مطالعې ته اړتیا نه لري.
په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مسوولینو له خوا د بست کلا د څاه او کمان د کار د درېدو علت د شرکت له خوا د بدلو خښتو راوړل او ناسم براورد یاد شوی، سره له دې چې د چارو پوهان وایي، د لرغونو ابداتو د بیارغوونې پرمهال باید د نوموړې ابدې خښتې او نور هغه مواد چې پکې کارول شوي، هم مطالعه شي، خو د لرغونو ابدو د بیارغوونې او ساتنې رییس وایي، چې د محافظتي بیارغونې لپاره د لرغون پوهانو مطالعې ته اړتیا نه شته او په وینا یې بې ځایه دوی ونه غوښتل چې د لرغون پوهانو وخت ضایع کړي: «ما مخکې یادونه وکړه چې دا محافظتي بیارغوونې دی، په کوم ځای کې چې لرغون پوهانو ته اړتیا وه موږ راوغوښتل خو چېرته چې اړتیا نه شته او یوازې د څو خښتو کار دی نو موږ ونه غوښتل د هغوی وخت ضایع کړو، دا د لرغون پوهانو مطالعه هغه وخت کېږي، چې یوه ابده په بنسټیزه توګه بیارغوونېیږي، هلته کیندنې کېږي او د ابدې شاوخوا کیندل کېږي، خو هلته چې یوازې د خښتو او سطحي بیارغوونې وي، هلته همغه دیوال ته په کتو دغه ځای بیارغوونېیږي او زوړ او نوی کار د یوې کرښې په واسطه جلا کېږي.»
خو په ورته وخت کې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله ویاړ سره له دې چې د لرغون پوهانو د مطالعې په اړه د پرلپسې پوښتنو سره سره مشخص ځواب نه وایي، خو وایي، چې دا پوښتنه درې ځله تکرار شوه.
نوموړی په همدې حال کې پرته له دې چې د لرغون پوهانو د مطالعې راپور له موږ سره شریک کړي، وایي چې دغه مطالعه شوې او راپور یې هم شته دی خو کله چې د مطالعې په جزییاتو خبرې کوي، هغه بیا په ټوله کې د هلمند ولایت د لرغونو ابدو د سروې جزییات راکوي:« دا دې درېیم ځل دی چې دغه پوښتنه دې تکرار کړه، ما مشخص ځواب درکړ، د لرغون پوهانو د مطالعې راپور زموږ او زموږ له اړوندو ادارو سره شته دی، ما مخکې هم درته وویل، چې موږ لومړی هلته هغه لرغوني آبدات چې بیارغوونې ته یې اړتیا درلوده، هغه مو سروې کړي دي، یوازې د لښکرګاه ښار حخه تربست کلا پورې ۲۱ ابدې سروې شوې دي، وروسته بیا ۵ ابدې په نظر کې نیول شوې دي چې باید و رغول شي او بیارغوونې شي.»
که څه هم د چارو پوهان وایي، چې د لرغونو ابداتو د بیارغوونې او بیارغونې چارې باید د لرغون پېژندنې د راپور او د لرغون پوهانو ترنظر لاندې مخته یووړل شي، خو د انکشاف ملي شرکت د افغاني ساختماني ریاست د لرغونو ابدو د بیارغونې د برخې مشر انجنیر نویداحمد رباني وايي، د بست کلا په اړه د لرغون پېژندنې چارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا مخته وړل شوې دي خو د لرغون پوهانو د مطالعې راپور له دغه شرکت سره نه دی شریک شوی:« هلته چې د لرغون پېژندنې مطالعه شوې وه، هغه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا شوې وه او د هغه ټولیز جزییات له موږ سره شریک نه شول، یوازې  موږ ته وویل شول چې دلرغون پېژندنې له پړاو وروسته خپلې چارې پیل کړی چې موږ هم د دوی په لارښوونه خپلې چارې پیل کړې.»
خو د علومو اکاډمۍ د لرغون پېژندنې د ډېپارټمنټ غړی څېړنپوه کتاب خان فیضي وایي، د لرغونو ابداتو د بیارغوونې له چارو وړاندې د نوموړې ابدې د لرغونتیا، په هغه کې د کارول شویو موادو او خښتو د څرنګوالي، د هغه ابدې په شاوخوا کې د احتمالي نورو ابدو او لرغونو آثارو د موجودیت په اړه باید لرغون پوهان هر اړخیزه مطالعه وکړي، راپور یې چمتو کړي او د همغه راپور پربنسټ باید د بیارغوونې چارې مخته یووړل شي:« کله چې یوه ابده بیارغول کېږي، لومړی د انجنیرانو او د لرغونو ابداتو د مسلکي کسانو له خوا سروې کېږي، بیا د لرغون پوهانو له خوا د هغه ابدې تهداب، لرغونتیا، د کارول شویو خښتو څرنګوالی او د دغه ابدې په شاوخوا کې دنورو ابدو داحتمالي شتون په اړه څېړنې کوي، کله چې راپور بشپړ شي، نو دا راپور بیا لرغونو ابداتو برخې ته ورکوي چې د هغه پربنسټ کار وکړي، دغه کار بیا د مسلکي انجنیرانو او د لرغون پېژندونکو تر نظر لاندې پرمخ وړل کېږي، ترڅو هلته د کار پر مهال پیدا کېدونکو اثارو او ابداتو ته زیان ونه رسیږي.»
د بست کلا له چارو څومره او په کومه کچه څارنه کېږي؟
که څه هم د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت د لرغونو ابداتو مسوولین د بست کلا د کمان او څاه له رغنیزو چارو څخه د دوامداره او جدي څارنې خبره کوي خو بیا په دې اړه د نوموړي وزارت د مسوولینو څرګندونې یو ډول نه دي.
د لرغونو ابداتو د ساتنې او بیارغونې رییس عبدالاحد عباسي وایي، دوی په سیمه کې انجنیر لري چې د بست کلا له چارو دوامداره څارنه کوي.
په ورته وخت کې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله ویاړ هم وایي، دوی د خپل مسوولیت سره سم هلته د بست کلا له چارو څارنه کړې او د دې ترڅنګ یو انجنیر له کابل څخه او یو د هلمند د ښارجوړولو ریاست د بست کلا د رغنیزو چارو څارنه کوي:« موږ د خپل مسوولیت سره سم هلته دبست کلا له چارو څارنه کړې ده، البته د دغه څارنې لپاره د لرغونو ابداتو له ریاست څخه یو انجنیر او یو د هلمند د ښارجوړلو له ریاست څخه یو انجنیر د څارنې لپاره ګمارل شوي دي.»
خو په داسې حال کې چې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وایي چې د بست کلا له پروژې د ښار جوړولو یو انجنیر هم د څارنې په برخه کې له دوی سره همکاري کوي، په همدې حال کې د ښارجوړولو وزارت وایي، چې د بست کلا د بیارغونې پروژه پر دوی پورې اړه نه لري او نه هم له داسې پروژو څخه چې د دوی نه وي او یا د دوی د وزارت له خوا له چا سره قرارداد نه وي شوی نو د هغوی پروژو څارنه نه کوي او نه هم خپل انجنیر ته له پردیو پروژو څخه د څارنې اجازه ورکوي.
د ښارجوړولو وزارت ویاند حشمت الله ناصري په دې اړه وایي:« د بست کلا پروژه په موږ پورې اړه نه لري، ما هغه لېست چې موږ د لرغونو ابداتو په برخه کې پروژې لرو، تاسو ته ولېږه په هغه کې دا پروژه نشته، نو هغه پروژې چې موږ چاته په قرارداد نه وي ورکړې او یا زموږ دوزارت په چوکاټ کې نه وي نو موږ په هغه کې نه مداخله کوو او نه هم خپل انجنیر هغه ته ورلېږو.»
بلخوا بیا د ملي پراختیا د شرکت د ساختماني افغاني ریاست د لرغونو ابداتو د بیارغوونې د برخې مشر انجنیر نوید احمد رباني وایي، چې دوی دغه چارې د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت، د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د هلمند د ښارجوړولو ریاست او لایت ترنظر لاندې مخته وړي:« موږ دغه چارې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د څارونکي انجنیر، د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست، د هلمند د ښارجوړولو ریاست او لایت ترنظر لاندې مخته وړو.»
په داسې حال کې چې د بست د کلا په څارنه کې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نوم هم څو ځله واخیستل شو او د دغه ریاست رییس هم وویل، چې دوی له خپل مسوولیت سره سم څارنه کوي، خو په ورته وخت کې وایي، د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د لرغونو ابداتو په برخه کې هېڅ ډول تشکیل او مسلکي شخص نه لري:« موږ په هلمند کې د لرغونو ابدو لپاره هېڅ ډول مسلکي بست او مسلکي شخص نه لرو، یوازې یو مدیریت لرو چې هغه ته د ازادو سیالیو له لارې یو شخص چې لېسانس یا څوارلسم پاس وي، هغه ورته راتلای شي؛ خو اوس یو ۱۲ ټولګي فارغ چې مخکې راغلی هلته کار کوي، دا یو عادي پنځم بست دی او کوم مسلکي بست نه دی.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترڅنګ د ښارجوړولو او ځمکو وزارت هم وایي، چې دوی له تېرو پنځو کلونو را هیسې د هېواد په اتو ولایتونو کې د ۳۴ لرغونو ابدو د بیا رغونې چارې پیل کړې چې شاوخوا یو میلیارد افغانیو بودجې ته اړتیا لري، چې له دې څخه د ۹ ابدو چارې یې بشپړې شوې دي.
که څه هم د لرغونو ابدو د بیارغوونې او بیارغونې په اړه څو دولتي ادارې او څو انجوګانې کار کوي خو بیا هم د لرغونو ابدو د ویجاړېدو اوله منځه تلو په اړه اندېښنې موجودې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA