ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۵۰۰ زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۲۸ میلیونه ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر ۵۰۰ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

شمس الرحمن شمس
5 کب 1399
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۵۰۰ زره واوښت
امریکا

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۱۱ میلیونه ډېر شوی او تر دوه میلیونه او ۴۰۰ زره ډېر کسان دې ناروغۍ مړه کړي دي.

په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۹۵ زره او ۴۸۶ تنو ته رسېدلی دی.

د دې تر څنګ په برازیل کې ۲۴۵زره او ۹۷۷، په مکسیکو کې ۱۸۰زره او  ۵۳۶، په هند کې ۱۵۶زره او ۳۸۵، په بریټانیا کې ۱۲۰ زره او ۹۸۸، په ایران کې ۵۹ زره او  ۵۷۲ او په پاکستان کې ۱۲ زره او ۶۵۸ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA