راس ویلسن پر خپله ټوېټر لیکلي چې امریکا په افغانستان کې د داسې سولې ملاتړ کوي چې پکې د دغه هېواد خپلواکي، یووالی او د تېرو ۱۰ کلونو لاسته راوړنې پکې خوندي وساتل شي.
د نوموړي په خبره امریکا په افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.
راس ویلسن همدارنګه په یو بل ټوېټ کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې موقت حکومت نه غواړي او نه هم د موقت حکومت ملاتړ کوي.
ویلسن وایي د افغان سولې خبرو پایله افغانانو پورې تړاو لري او تمه شته چې ښې پایلې ولري.
دا په داسې حال کې ده چې د جنورۍ میاشتې په ۶مه نېټه د سولې د دوهم دور مقدماتي خبرې پیل شوې چې اوس د دواړو مذاکراتي پلاوو د ټاکل شویو ګروپونو لخوا د یوې واحدې ارجنډا په جوړولو کار روان دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ