ads

« د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی لس سلنه زیات شوی»

له ازادو رسنيو د ملاتړ بنسټ يا نی وايي، په تېر ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی ۱۰سلنه زيات شوی و او ۱۱ خبريالان وژل شوي دي.

منصور یوسفزی
25 مرغومی 1399
« د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی لس سلنه زیات شوی»

بل‌خوا خبريالان هم د دوی پر وړاندي زيات شوي تاوتريخوالي او روان وضعيت ته اندېښمن دي او وايي، روان وضعيت د خبريالانو ژوند تريخ کړی او د دوی د کار پر وړاندې یې خنډونه رامنځ‌ته کړي.

له ازادو رسنيو د ملاتړ بنسټ یا نی اجرايويي رییس عبدالمجیب خلوتګر د پنج‌شنبې پر ورځ په يو خبري کنفرانس کې وويل، په تېر ۲۰۲۰ ميلادي کال کې ۱۱ خبريالان وژل شوي، ۲۰ مورده د ټپي کېدو پېښې ثبت شوي او د دوی پر وړاندې تاوتريخوالی د ۲۰۱۹ ميلادي کال په پرتله ۱۰ سلنه زيات‌ شوی و.

دی زياتوي، په ۲۰۱۹ ميلادي کال کې د تاوتريخوالي ۱۱۵ او په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې بيا ۱۳۰ قضیې ثبت شوې دي.

نوموړی ټينګار کوي، ولسمشر او د امنيتي بنسټونو مسوولين بايد د رامنځ‌ته شوي وضعيت د کابو کولو په برخه کې ډاډ ورکړي او ترڅنګ یې عدلي او قضايي ارګانونو د وژنو قضيې په جدي ډول وڅېړي.

خلوتګر وويل:

«په تېر ۲۰۲۰ ميلادي کال کې د ۲۰۱۹ ميلادي کال په پرتله د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی لس سلنه زيات شوی و، ۱۱ خبريالان وژل شوي وو، ۲۰ د ټپي کېدو پېښې ثبت شوې وې، په ۲۰۱۹ کال کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۱۵ قضیې ثبت شوې وې حال دا چې بيا په ۲۰۲۰ ميلادي کال کې ۱۳۰ قضیې ثبت شوې دي.»

خلوتګر دغه‌راز اطلاعاتو ته د لارسي موضوع ته په اشارې وويل، په ۲۰۲۰ ميلادي کال په تېرو ۱۹ کلونو په لړ کې د اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې تر ټولو بد کال و په دې تړاو یې شاوخوا ۸۰ شکايتونه هم ثبت کړې دي.

نوموړي وويل:

«۲۰۲۰ ميلادي کال دغه‌راز د تېرو ۱۹ کلونو په موده کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه تر ټولو بد کال و او نی په دفتر کې په دې تړاو ۸۰  شکايتونه ثبت شوي دي.»

پر دې سربېره خبريالان هم روان وضعيت ته اندېښمن دي او وايي، په دې وروستيو کې د دوی پر وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی او روان وضعيت دوی ته ګواښونه زيات کړي چې له امله يې يو شمېر خبريالانو خپل کارونه هم پرېښي دي.

دوی ټينګار کوي، که وضعيت داسې دوام وکړي، نو رسنیز کارونه به په ټپه ودرېږي:

«له بده مرغه په دې وروستيو کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی زيات شوی او هڅه شوې چې پر دوی فضا محدوده کړي، دوی ته ګواښونه زيات شوي او له امله یې موږ ګورو چې په دې وروستيو کې يو شمېر خبريالانو هېواد پرېښود او په نورو هېوادونو کې یې پناه واخیسته.»

په ورته مهال د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وایي چې د خبریالانو او مدني فعالانو پر وړاندې موجوده ګواښونو ته په کتو د دوی خوندیتوب د وزارت له لومړیتوبونو څخه دي

روان وضعيت او د خبريالانو پر وړاندې زيات شوي تاوتريخوالي په داسې حال کې اندېښنې زياتې کړي چې څه د پاسه دوو مياشتو کې شاوخوا شپږ خبريالان په بېلابېلو ولايتونو کې وژل شوي دي.

حکومت د دې هر څه پړه پر طالبانو اچوي، خو طالبان بيا د خبريالانو او مدني فعالانو د وژل کېدو په برخه کې خپل لاس لرل ردوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA