دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې تر دې دمخه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل مشروط بلل شوي وو. دا موضوع د افغانستان سولې لهپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم څو وارې یاده کړې وه. خلیلزاد ویلي وو چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو وتل به د افغانستان دولتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي په کمولو او له نړیوالو تروریستي شبکو سره د دغې ډلې د اړیکو په پرې کولو پورې تړلي وي. له بل لوري دا ځواکونه په داسې حال کې له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي چې د امریکا کانګرس هم ورسره چندان موافق نهښکاري، خو لیدل کېږي چې ټرمپ په ظاهره په دې هڅه کې دی چې د خپلې واکمنۍ په وروستیو شپو ورځو کې د امریکايي وګړو په اذهانو کې ځان د یوه اتل په توګه راڅرګند کړي او خلکو ته وښيي چې په افغانستان کې د دغه هېواد تر ټولو ستر ماموریت د پای ته رسېدو په درشل کې دی، مګر دا یې هېره ده چې ښايي دغسې بیړني اقدامات نهیوازې د افغانستان لهپاره، بلکې د امریکا او نړۍ لهپاره سر خوږی جوړ کړي؛ په تېره بیا چې ناټو له همدا اوسه، دې وېرې پسې اخیستې چې له افغانستانه به د دوی د سرتېرو وتل دا هېواد یو ځل بیا د نړیوال تروریزم په ځالې بدل کړي. په هرحال اوس چې دا پرېکړه شوې ده، سمدستي نهڅرګندېږي چې د افغانستان په روانې جګړې به څومره اغېزه ولري؟ او ایا جګړه به ورسره نور هم شدت پیدا کړي او که کمښت به په کې تر سترګو شي؟ خو په دې منځ کې تر ټولو څرګند ټکی به دا وي چې د جګړې د دوام پلمه چې د بهرنیو ځواکونو شتون بلل کېده، نوره هم پسې کمزورې شي، مګر دا چې د جګړې دوام د کوم بل څه لهپاره وي. عمومي غوښتنه دا ده چې له یوې خوا له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل په مسوولانه توګه ترسره شي او له بل لوري د جګړې په ډګرونو کې مثبت توپیر راولي او له بلې خوا هم د سولې پروسې د چټکیا لامل شي. کوم موارد چې په دې برخه کې امریکایانو ته متوجه دي، هغه له افغانستان څخه د مسوولانه خروج موضوع او د افغانستان او امریکا ترمنځ د شته امنیتي تړون په رڼا کې د اقداماتو ترسره کول دي؛ یعنې هغه ټکی چې تر اوسه ورته په هېڅ صورت پاملرنه نهده شوې او په ډېری مواردو کې هېر شوی دی. کوم موارد چې په دې برخه کې د حکومت په وسلهوالو مخالفانو پورې تړلې دي، هغه د جګړې کمښت او بالاخره د سولې بهیر چټکوالی دی. یا په بله وینا اوس د دې وخت رارسېدلی چې د حکومت وسلهوالو مخالفانو چې د بهرنیو ځواکونو شتون یې د خپل جنګ د دوام لهپاره ستر دلیل ګاڼه، د افغانستان سولې بهیر د تقویې لهپاره موثر او اغېزناک ګامونه پورته کړي، د بینالافغاني مذاکراتو پروسه چټکه کړي، له جګړې لاس واخلي او تاوتریخوالی صفر کړي. د منتقدینو به باور که دا کار وشي، هم به عام ولس خوندي شوی وي او هم به په رښتینې معنا د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتلو ته زمینه برابره شوې وي، له هغه پرته ناشونې ده چې ولس او تاریخ د جګړې د دوام عاملین وبښي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ