ads

خوستیان په تلاشۍ پوستو کې توپیریز چلند ته اندېښمن دي

د خوست په ښار او ولسوالیو کې د موټرو د بیروبار له کبله د پولیسو د تلاشیو له پوستو هم خبره ورانه شوې ده.

بختاجان بختیار
28 تله 1399
خوستیان په تلاشۍ پوستو کې توپیریز چلند ته اندېښمن دي

د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، هرسهار او مازدیګر پولیسو د تلاشیو پر چېک پاینټونو د موټرو قطارونه جوړ وي، خو په ښار کې هره ورځ چاودنې کېږي.
د خلکو په خبره واسطه لرونکي او د تورو ښیښو موټر پرته له پوښتنې ګروېږنې ښارته داخلېږي، خو د ناروغانو او ناچارو موټر پر ساعتونو، ساعتونو انتظار کوي.
د راز محمد په نوم یو تن ځوان وایي، د پولیسو د تلاشیو پر پوستو دقیقه تلاشي نه کېږي، یوازې ناچاره خلک ځوروي:
«د تلاشیو پر پوستو دقیقه او منظمه تلاشي نه کېږي، که چېرې پېژندګلوي او سلام کلام ولرې، بې پوښتنې پرې ورځه، خو که دا نه وي، انظار به کوې او ځورول کېږې به.»
د محمود په نوم یو بل ځوان وایي، ډېر کله یې داسې خلک لیدلي چې وسله ورسره، خو د پولیسو د تلاشیو له پوستو پرته له پوښتنې تېرېږي.
«سمه پوښتنه نشته، خلک ښارته بې جوازه وسلې ننباسي او وباسي، دموټرو قطارونه جوړوي، خلکو ته د اسانتیا پرځای ستونزې جوړې شوې.»
دا خلک نه یوازې چې د پولیسو له تلاشیو نا راضه دي، بلکې ددوی له کړنو او برخورد هم ښې خاطرې نلري.
د خوست امنیتي چارواکي دا نه مني چې ګنې ښارته پرداخېلیدونکو پوستو دې دا ډول تلاشۍ او چلندونه کېږي.
د خوست امنیه قومندان مل پاسوال غلام داود تره خېل پدې برخه کې د پړې ګوته عام ولس ته نیسي، چې ګني له قانون څخه ناخبره دي او له پولیسو سره سم چلند نه کوي:
«موږ په دې برخه کې له خلکو ګیلې لرو، زموږ پولیس ۲۴ ساعته د خلکو په خدمت کې دي، خو ولې خلک له قانون څخه ناخبره دي او له پولیسو سره ناسم چلند نه کوي.»
یوازې خوست نه دی چې اوسېدونکي یې د پولیسو له تلاشیو او توپیریز چلنده ګیلې لري، بلکې د هېواد په ډېری ولایتونو کې خلک شکایتونه کوي، چې ګني له نږدې شلو کالو په تیریدو سره اوس هم پولیس له خلکو سره مسلکي برخورد نه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA