د سرچینې په وینا، د جمعې په ورځ به د افغانستان د فوټبال غوره لیک سیالیو شاهین اسمایي او سیمرغ البرز لوبډلې پایلوبه ترسره کړي او د نجونو د ټیمو نیمه پایلوبه به د کابل او هرات ټیمونو تر منځ وشي.
د افغانستان د فوټبال غوره لیګ نهم دور سیالۍ د تلې له دوهمې نېټې پيل شوې وې او د ښځینه فوټبال لیګ سیالۍ بیا یوه اوونۍ وروسته تر دې شروع شوې.