دغه عملیات د یاد هېواد په بلوچستان ایالت کې تر سره شوي دي.
د پاکستاني پوځ په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي، د دوی امنیتي سرتېري پر دې توانېدلي چې د کشفي ارګانونو په مرسته د بلوچستان په «اواران» سیمه کې د ترهګرو پر یو پټنځي عملیات ترسره کړي.
بیانیه زیاتوي، د دواړو لورو تر منځ په نښته کې څلور خطرناک ترهګر وژل شوي او هغه سیمه هم له تروریستانو پاکه شوې ده.
سرچینو ویلي، د ترسره شوو عملیاتو په پایله کې ډېر شمېر وسلې او تجهیزات هم پاکستاني سرتېرو ته په لاس ورغلي دي.
د یادولو وړ ده چې د ا په بلوچستان ایالت کې د پاکستاني ځواکونو درېیم عملیات دي.
د دغو عملیاتو هدف د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه بلل شوې ده.