ads

د پاکستاني طالبانو خطرناک غړی وژل شوی

د پاکستان پوځ اعلان کړی چې پر تحریک طالبان پورې تړلې د احسان الله ډلې یو مهم غړی د دوی د ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

محمدخان بریال
24 وږی 1399
د پاکستاني طالبانو خطرناک غړی وژل شوی

د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یاد عملیات په شمالي وزیرستان کې ترسره شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه عملیات په پټه توګه ترسره شوي او له هغه سره درې نور ترهګر هم له منځه وړل شوي دي.
پاکستانی پوځ وایي، وژل شوی کس د احسان الله د ډلې مهم غړی و او په ډېر شمېر ترهګریزو فعالیتونو کې یې لاس درلود.
تر اوسه په پاکستان کې مېشتو ترهګرو ډلو د هغه د وژل کېدو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA