د سولې عامه کتابتون مسول منور احمد واحدي وايي، پلان لري د ښار په نورو برخو کې هم ورته کتابتونونه جوړ کړي چې په خبره یې تر دغه کتابتون به غني وي.
واحدي زیاتوي، د سولې عامه کتابتون داسې حرکت دی چې پای ته رسېده نه لري.
د سولې دغه عامه کتابتون ته راتلوونکي ځوانان وايي، دلته هره ورځ د مطالعې لپاره راځي چې سیاسی، ټولنیز، تدریسي او نورو ډول ډول کتابتونه مطالعه کړي.
هغوي وايي، نور شتمن، سیاسی او مدني فعالین هم باید ورته حرکتونه پیل کړي چې په خبره یې دغه ډول سوله غوښتونکي خوځښتونه د امن او پرمختګ زېري ورکوي.
دوي له ځوانانو وغوښتل چې د ټولنیزو رسنیو د زیات کارولو پر ځای دې ازاده مطالعه وکړي، څو د معلوماتو له اړخه يې ذهن غني شي.
په کندهار کې دا مهال په ښوونځیو او عامه ځایونو کې کتابتونونه خورا زیات دي، خو د کتابتونونو مسولین وايي، ډېر کم ځوانان د مطالعې لپاره ورته راځي.
د ټولنیزو رسنیو استعمال، بې ځایه ناسته او بانډار کول له زده کړو سره نه علاقه او دې ته ورته نور هغه عوامل دي چې ځوانان يې له مطالعې لېري ساتلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ