د پرونۍ لوبې پچه ایوبي کابل بازان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچوونې پرېکړه وکړه.
مس عینک اتلانو لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوزېدو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۰۹ منډو هدف وټاکه.
د حضرت لمېټېډ مس عینک اتلانو لپاره حشمت الله شهیدي ۹۷، غمي ځدران ۴۶ او محمد شهزاد ۴۰منډې جوړې کړې.
د ایوبي کابل بازانو لوبډلې تېزه توپوهنه پیل کړه چې د نور علی ځدران د ۸۶، د عظمت الله عمرزي د ۶۲ منډو په ترسره کولو سره یې ورکړل شوی هدف په ۱۹ اورونو کې بشپړ کړ.
ټاکل شوې نن د مس عینک او بند امیر ښامارانو ترمنځ نیمه پایلوبه ترسره شي چې ګټونکې لوبډله به سبا په پای لوبه کې له کابل بازانو سره سیالي ترسره کړي.