په موریا پنډغالي کې له ډېرې مودې راهیسې د خلکو د ګڼې ګوڼې، د کورونا وبا د ګډېدو او د روغتیا او نظافت د کمزورو امکاناتو له کبله خلک اندېښمن وو.
چارواکو ویلي، پنډغالی ښايي په بشپړ ډول ویجاړ شوی وي، ځکه تر نن پورې هلته اور بل و.
په دې پېښه کې چا ته د سر زیان نه دی رسېدلی.
په لیسبوس ټاپو کې نېږدې ۸۰ زره کسان د ژوند شپې او ورځې تېروي.
داسې ګڼل کېږي چې د یونان صدراعظم به بېړنۍ غونډه وکړي او په لیسبوس کې به بېړنی حالت اعلان کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ