ads

په غزني او هلمند کې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

له دفاع وزارت څخه په دوو خپرو شوو خبرپاڼو کې ویل شوي چې ځواکونو یې په هلمند او غزني ولایتونو کې د وسله والو طالبانو بریدونه په شاه تمبولي او هغوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

محمدخان بریال
12 وږی 1399
په غزني او هلمند کې ۲۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

د دغه وزارت خبرپانې وایي، تېره ورځ وسله والو طالبانو د هلمند په مارجې او ناوې ولسواليو کې پر امنيتي پوستو د بريدونو پلان درلود چې د افغان هوایي ځواکونو په ملاتړ یې مخه ونیول شوه.
د وزارت په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې په دغو بریدونو کې ۱۲ وسله وال طالبان ووژل شول او اووه نور ټپیان شول.
له یاد وزارت څخه په یوه بله خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو یې د غزني مرکز اړوند د ارزوخورد په سیمه کې د وسله والو طالبانو د بریدونو مخه نیولې او په رامنځته شوې نښته کې شپږ طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
دې سرچینې افغان سرتیرو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د دې ادعا په غبرګون کې تبصره نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA