له دغه وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، افغان ځواکونه پر دې توانېدلي چې تېره شپه په کونړ ولایت کې د محمد سید په نوم د داعش ډلې مهم غړی او له بهره افغانستان ته د دې ډلې د انتقلاتو مسول ونیسي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، نوموړي داعشي له بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته د ترهګرو د رالېږد مسولیت پر غاړه درلود.
دفاع وزارت همدارنګه وایي، نیول شوي کس د ننګرهار پر زندان په وسله وال او موټربم برید کې هم لاس درلود.