ads

امریکا په کابل کې د سولې له مشورتي لویې جرګې څخه هرکلی وکړ

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې د سولې دا مشورتي لویه جرګه به د بین الافغاني خبرو پر وړاندې رامنځته شوي خنډونه له منځه یوسي او تمه شته چې جرګه به د طالبانو پاتې څلور سوه بندیانو خوشي کولو په اړه پرېکړه وکړي.

شمس الرحمن شمس
17 زمری 1399
امریکا په کابل کې د سولې له مشورتي لویې جرګې څخه هرکلی وکړ
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چې د سولې دا مشورتي لویه جرګه به د بین الافغاني خبرو پر وړاندې رامنځته شوي خنډونه له منځه یوسي او تمه شته چې جرګه به د طالبانو پاتې څلور سوه بندیانو خوشي کولو په اړه پرېکړه وکړي.

پمپیو زیاته کړه چې د طالب بندیانو په خوشي کولو سره به دغه ډله ډېر ژر د حکومت له مذاکراتي ټیم سره خپل منځي خبرې پیل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې په دې ټینګار شوی چې طالبان باید د مذاکراتو پرمهال د تاوتریخوالي کمېدو ته ژمن پاتې شي ترڅو د جګړې ختمولو او د تلپاتې سولې راتګ زمینه برابره شي.

په خبرپاڼه کې له افغان مشرانو غوښتنه شوې ده چې د سولې لپاره له تاریخي فرصت څخه ګټه واخلي ترڅو د سیمې او نړۍ لپاره د ثبات لامل وګرځي.

په ورته مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم دا جرګه مهمه یاده کړې او د جرګې له ګډونوالو یې غوښتې چې د سولې له دغه تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي او هغه خنډونه له منځه یوسي چې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.ش

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA