ads

په ارزګان ولایت کې د کرېکټ پنځلس اوریزې سیالۍ د رحیمي لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې

په دغه ولایت کې ځوانانو په خپل زیار دا سیالۍ برابرې کړې وې چې پکې پنځلس لوبډلو ګډون کړی د ۴۵ورځې وروسته پای ته ورسېدې.

احسان الله ولسمل
4 زمری 1399
په ارزګان ولایت کې د کرېکټ پنځلس اوریزې سیالۍ د رحیمي لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې

ارزګان کې د کرېکټ ۴۵ ورځنۍ لوبې د رحيمي کرېکټ لوبډلې په بريا پای ته ورسېدې.

د ترينکوټ ښار په لودېځ طرف کې لسګونه ځوانان راغونډ شوې او د کرېکټ لوبې ترسره کوي.

په دغه ولايت کې د کرېکټ بورډ مشر جمالدېن ملت وايي يادې لوبې چې ۴۵ ورځې يې دوام وکړ، پنځلس چې پکې پنځلس لوبډلو ګډون کړی و.

له دغو پنځلسو لوبډلو څخه رحیمي کرکټ لوبډله لومړی مقام، ظفري لوبډلي دوهم او تالاني اتلانو لوبډلې درېیم مقام خپل کړی دی.
د ملت په خبره دغه لوبې لس اورېزې وې او لوبغاړو په خپل شخصې لګښت پر لاره اچولې وې.

 (((ډېر خوشحال يم چې نن د لوبغاړو په خپل منځ کې داسې ۴۵ ورځنۍ لوبې تر سره کېږي، چې ټولو لوبډلو پکې ګډون کړی ده، زه پر ملي تجارانو ږغ کومه چې راشئ د ورزش له برخې سره مرستي وکړئ اوڅو ورزش په ارزګان ولايت کې نور هم زيات شي)))

ملت وویل چې د یادو لوبو څخه هدف د ځوانانو ترمنځ یووالۍ او له نشه یي  توکو څخه ژغورل دي .

بلخوا بیا هغه لوبغاړي چې په دغه لوبو کې برخه اخیستې وه زیات خوښمن دي.

دوي وايي، لومړی ځل دی چې په هارډ بال لس اوریزو لوبو کې برخه اخلي.

خو دغه لوبغاړي چې په سروشګو کې دغه ۴۵ ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي له دولت څخه غوښتنه کوې چې په روزګان کې دې د کرکټ يو لوبغالی ورته جوړ کړي.

 (((زمانوم عصمت الله اڅکزی دی موږ نن لومړی مقام خپل کړ زيات خوشحال یو خو زه د حکومت څخه غوښتنه لرمه تاسو وګورئ زموږ دغه لوبغالۍ چې موږ لوبې پرې ترسره کو هېڅ مناسب نه دی موږ دغه ۴۵ ورځې پر دغه لوبغالي ترسره کړې حکومت دې موږ ته د لوبو يو لوبغالۍ جوړ کړي)))

که څه هم په روزګان کې لوبغاړي له زياتو ستونزو سره مخ دي خو ورزش په روزګان کې ورځ تربله د زياتېدو په حال کې دی چې تردامهال په روزګان کې د کرکټ تر ۳۰ زياتې لوبډلې لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA