ده زیاته کړه، افغان حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل په هدف تر اوسه د دې ډلې ۴۴۰۰ بندیان ازاد کړي او په خبره یې پاتې ۶۰۰ بندیان هغه بندیان دي چې په لویو بریدونو کې ښکېل دي او خوشي کېدل یې د افغانستان او نړۍ له قوانیو سره ټکر لري.
اتمر څرګنده کړه، د یادو ۶۰۰ بندیانو د نه خوشي کېدو په بدل کې یې له طالبانو د مقابل لوري د متبادلو بندیانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې، خو په خبره یې، دې ډلې تر اوسه دوی ته په دې اړه مثبت ځواب نه دی ورکړی.
نوموړی وایي، د نړیوالې ټولنې په ګډون ټول لوري دې پایلې ته رسېدلي چې له سولې پرته بله لاره نشته، خو هغه کسان چې جګړې ته دوام ورکوي، د افغانانو او نړیوالې ټولنې له غبرګون سره به مخ شي.
ټاکل شوې وه بین الافغاني خبرې د روانې جولای میاشتې په نیمایي کې پیل شي، خو د مختلفو دلیلونو پر اساس دا بهیر تر اوسه ځنډول شوی دی.