د دې ټولنې رییس انصارالله بختانی وايي، د چرګانو د روزنې سکټور پرځان بسيا دی، پانګوالو په دې برخه کې شاوخوا يو ميلیارډ ډالر پانګونه کړې او که حکومت د ژونديو چرګانو، هګیو او غوښو د وارداتو مخنیوی ونهکړي، دا پانګونه به له منځه ولاړه شي.
دی زياتوي، چمتو دي چې په دې برخه کې ۵۰۰ ميليون ډالر نوره پانګونه هم وکړي.
بختانی پر حکومت غږ کوي چې په بندرونو او ګمرکاتو کې دې دوی ته د نظارت اجازه ورکړي، څو په یاده برخه کې د وارداتو له کيفيت څخه ډاډه شي.
نوموړي وويل:
«د چرګانو سکټور د چرګانو، هګيو او غوښو د توليد په برخه کې يو ميليارد ډالر پانګونه کړې او چمتو يوو چې په دې برخه کې ۵۰۰ ميليون ډالر نوره مرسته هم وکړو، خو له بده مرغه په افغانستان کې په پراخه کچه قاچاقي چرګان، غوښې او هګۍ واردېږي، چې دا له یوې خوا زموږ پر داخلي توليداتو منفي اغېز لري او له بلېخوا دا چرګان، غوښې او هګۍ بېکيفيته دي او بېلابېل ویروسونه هم له ځانه سره انتقالوي.»
په ورته وخت کې د دې ټولنې مرستيال معروف ظفر بيا وايي، دوی د يو کال په لړ کې ۹۲۸ ميليون هګۍ او ۲۱۹ زره ټنه غوښه تولیدوي.
دی زياتوي، د چرګانو د توليد او روزنې سراسري ټولنه په ۱۸ ولايتونو کې فعالې اتحادیې لري او شاوخوا ۹۲ زره کسانو ته یې په مستقيم او ۲۲زره نورو ته یې بيا په غیر مستقیم ډول د کار زمينه برابره کړې.
ظفر ټينګار کوي، که حکومت ورسره همکاري وکړي، نو تر راتلوونکو دوو کلونو به د چرګانو سکټور په بشپړ ډول پر ځان بسیا شي.
نوموړي وويل:
«موږ اوسمهال په ۱۸ ولايتونو کې فعالې اتحادیې لرو، موږ ۹۲ زره کسانو ته یې په مستقيم او ۲۲زره نورو ته یې بيا په غیر مستقیم ډول د کار زمينه برابره کړې، که حکومت موږ سره همکاري وکړي نو انشالله تر راتلوونکو دوو کلونو پورې به د چرګانو، غوښې او هګيو د توليد په برخه کې په بشپړ ډول پر ځان بسيا شو.»
بل لور ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت بيا وايي، د دغه سکټور د ودې په هدف له شاوخو دوو کلونو راهیسې په بشپړ ډول د حلالو شوو چرګانو واردات بند شوي دي.
د دغه وزارت وياند اکبررستمي وايي، څلور مياشتې مخکې د چرګانو د هګیو او غوښو واردات بند شوي وو، خو په بازار کې د هګیو او غوښو بیې ډېرې لوړې شوې.
دی څرګندوي، د بیو د کنټرول په هدف یې د هګیو او غوښو وارداتو ته په مشروط ډول اجازه ورکړې او اوس يوازې د اړتيا په کچه واردات کېږي.
رستمي کليد راډيو ته وويل:
«موږ د دې اتحادیې له غړو سره بېلابېلو ناستې درلودې، د دې لپاره چې د چرګانو سکټور وده او پرمختګ وکړي او پر ځان بسيا شي، موږ د دوو کلونو راهیسې په بشپړ ډول د حلال شوو چرګانو واردات بند کړې دي، څلور مياشتې مخکې د چرګانو د هګیو او غوښو واردات بند شوي وو، خو په بازار کې د هګیو او غوښو بیې ډېرې لوړې شوې، د بیو د کنټرول په هدف یې د هګیو او غوښو وارداتو ته په مشروط ډول اجازه ورکړه او اوس يوازې د اړتيا په کچه واردات کېږي، موږ له اړوندو سکټورونو غواړو چې په دې برخه کې کافي اندازه همکاري وکړي، څو د چرګانو سکټور پر ځان بسيا شي.»
وموغوښتل د بندرونو له لارې د قاچاقي چرګانو، هګیو او غوښو د وارداتو په تړاو د مالیې وزارت نظر هم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره سره په نظر اخیستلو بريالي نهشوو.
که څه هم د چرګانو د توليد او روزنې سراسري ټولنه د چرګانو د غوښې او هګیو د تولیداتو په برخه کې د ځان بسياینې خبر ورکوي، خو اوس هم هېوادوال نیوکه کوي چې په بازارونو کې د چرګانو د غوښو او هګیو بیې خورا لوړې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ