کوېنټن ډیکاک د دې لوبډلې د پیل توپوهونکی دی او له توپوهنې سره د وېکټ ساتنې دنده هم پر غاړه لري.
هغه د جنوبي افریقا د کال غوره لوبغاړي جایزې د ګټلو ترڅنګ د ټېسټ لوبو لپاره د غوره لوبغاړي نوم هم خپل کړی.
دی شپږم لوبغاړی شو چې د جنوبي افریقا د کرکټ لوبې غوره لوبغاړه اعلانیږي.
ډیکاک د خپلې لوبډلې لپاره ۴۷ټېسټ، ۱۲۱پنځوس اوریزې او ۴۴شل اوریزې سیالۍ ترسره کړې دي چې په درې واړه فارمټونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ