د جنوبي افریقا کرکټ بورډ خبر ورکوي چې خپله ملي لوبډله یې وروسته له هغې قرنطین کړه کله چې له هندستان هېواد څخه راستنه شوه.
ددې هېواد د کرکټ ملي لوبډله هندستان ته د سیالیو لپاره تللي وه، خو د کرونا له ویرې ژر بېرته خپل هېواد ته راستنه شوه، که څه هم هغه وخت هند کې د کرونا ویروس خاص نه و خپور شوی خو بیا هم ددې لوبډلې لپاره قرنطین په نظر کې نیولی شوی.
دوی ویلي، خپله لوبډله یې ددې لپاره قرنطین کړه ترڅو د کرونا ویروس څخه په امان شي.
د جنوبي افریقا د کرکټ بورډ د روغتیایي چارو مسول شعیب منراج رسنیو ته ویلي، چې دا لوبډله به د ۱۴ورځو پورې قرنطین وي.
له هند وروسته انګلستان هم خپلې سیالۍ له سریلانکا لوبډلې سره ځنډولي او لوبډله یې خپل هېواد ته راستنه کړې ده.
باید یاده شي چې د کرونا ویروس دخپرېدو له ویرې په نړۍ کې د ورزش هر ډول لوبې بندي شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ