ads

افغان ځوانانو افغان اتلانو ته په تمرپناتي سيالۍ کې په دوو ويکټو ماتې ورکړه

افغان کرېکټ بورډ له لورې د يوې مياشتې روزنيز تمریناتي کمپ په ترڅ کې نن افغان اتلانو او افغان ځوانانو يوه شل اوريزه سيالۍ ترسره کړه، چې د نجيب ځدران په لوبډلمشرۍ افغان ځوانانو د اصغر افغان په مشرۍ افغان اتلانو ته ماتې ورکړه.

نویسنده: shams
11 چنګاښ 1399
افغان ځوانانو افغان اتلانو ته په تمرپناتي سيالۍ کې په دوو ويکټو ماتې ورکړه

د یوې شل اوریزې تمریناتي لوبې په ترڅ کې د افغان اتلانو او افغان ځوانانو ترمنځ سیالي ترسره شوه چې په پایله کې یې افغان ځوانانو خپلې سیالې لوبډلې ته د دوه ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

افغان اتلانو په خپله پاڼۍ کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته ۱۶۷ منډې هدف وټاکه چې بیا افغان ځوانانو د اتو ویکټو په سوځېدو سره د ۲۰ اور په وروستي توپ د دروېش رسولي له لوري د څلوریزې په وهلو سره د لوبې بریا خپله کړه.

د افغان ځوانانو له ډلې دروېش رسولي، ۵۸ ناسوځېدلې منډې او نجیب الله ځدراڼ ۲۵ منډې وکړې، په داسې حال کې چې د اتلانو له لوري قیس احمد، فرید احمد او عظمت الله عمرزي دوه-دوه او شرف الدین اشرف او نوین الحق یوه-یوه ویکټ واخیسته او سیالې لوبډلې ته یې د دوه ویکټو په توپیر لوبه وبایلله.

افغان لوبغاړو له تېرو دریو اونیو راهیسې روزنیز کمپ پیل کړی چې دغه لوبه هم د یاد روزنیز کمپ برخه وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA