ads

د ترکیش هوایي شرکت الوتنې پیلېږي

په پام کې ده چې په نږدې ورځو کې کابل ته د ترکیش هوايي شرکت اړوند الوتکو الوتنې پیل شي.

کامران احمدزی
16 غویی 1403
د ترکیش هوایي شرکت الوتنې پیلېږي

په کابل کې د ترکیې سفیر د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي، د ترکیې او افغانستان د اړیکو پیاوړتیا لپاره باید په ګډه هڅې او کار وشي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل پر ایکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د کابل او استانبول ترمنځ تاریخي او اوسنیو اړیکو ته په کتو د دواړو هېوادونو د خلکو د غوښتونو پوره کولو لپاره پر ګډو هلو ځلو ټینګار وشو.
په لیدنه کې همدارنګه په افغانستان کې پر وروستیو پرمختګونو، کابل ته د ډېری هېوادونو د سیاسي او اقتصادي لوړپوړو پلاوو پر راتلو، له ترکیې سره د لاجورد لارې د سوداګرۍ پر پیل او په ترکیه کې د افغان او ترکي سوداګرو په ګډو هڅو د نندارتونونو پر پرانیستلو خبرې شوې دي.
متقي په دې لیدنه کې له اسراییلو سره د ترکیې د سوداګریزو اړیکو پر پرېکون هم خوښي څرګنده کړې او دا یې غوره اقدام بللی دی.
کابل ته د ترکیش هوايي شرکت د الوتکو الوتنو پیلېدو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې اوس مهال د هېواد له بېلابېلو هوايي ډګرونو څخه ګڼو هېوادونو ته پروازونه جریان لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA