ads

په پغمان کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو برید شنډ شو

د افغانستان دفاع وزارت وایي، طالبانو پرون د کابل ښار د پغمان ولسوالۍ په ارغندۍ سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو د بریدونو پلان درلود، چې د افغان سرتیرو له سخت غبرګون سره مخ شو.

محمدخان بریال
7 چنګاښ 1399
په پغمان کې د افغان ځواکونو پر پوستو د طالبانو برید شنډ شو

د دغه وزارت مرستیال ویاند فواد امان کلید ته وویل، طالبان پرون د پیغام ولسوالۍ په ارغندۍ سیمه کې راټول شوي وو، څو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي.
د امان په خبره، په دې پېښه کې نهه وسله وال طالبان ووژل شول او ۱۰ نور یې ژوندي ونیول شول.
وزارت په دې پېښه کې افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو نظر نه دی څرګند کړی.
تر اوسه طالبانو هم په دې اړه تبصره نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA