ads

په یو شمېر ولایتونو کې ۶۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کورنیو چارو وزارت په زابل، غوګر او غور ولایتونو کې د افغان ځواکونو په بریدونو کې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اوښتو خبر ورکوي.

محمدخانب بریال
10 چنګاښ 1399
په یو شمېر ولایتونو کې ۶۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
له دغه وزارت څخه خپره شوې خپرپاڼه وایي، طالبانو په زابل، لوګر او غور ولایتونو کې د افغان امنیتي سرتیرو پر پوستونو بریدونه وکړل، چې د هغوی له سخت غبرګون سره مخ شول.
د خبرپانې په وینا، د طالبانو بریدونه په شاه وتمبول شول، د هغوی ۲۲ جنګیالي ووژل شول او ۱۵ نور یې ژوبل شول.
په ورته وخت کې دفاع وزارت وایي، د خوست ولایت په موسی خېلو ولسوالۍ کې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له خوا یې مخه ونیول شوه.
د یاد وزارت خبرپاڼه څرګندوي، په یادو بریدونو کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA