په داسې حال کې چې کرونا په افغانستان کې خپل اوج ته رسېدلې او حتا یو شمېر ناروغانو په روغتونونو کې د اکسیجن د کمښت له امله ساه هم ورکړې ده، متاسفانه لیدل کېږي چې دغه ناروغي د یو شمېر فاسدو افرادو لهپاره په پۍلرونکې غوا بدله شوې او څومره چې یې وسه کېږي لوشي یې. لرې نهځو، همدا پرون د عامې روغتیا وزارت یو جګپوړی مامور د ۸۰زره ډالرو رشوت د اخستلو په تور ونیول شو. دا سړی د روغتیا وزارت د مرکزي ګودام معتمد دی.
د لویې څارنوالۍ ویاند دا خبر تایید کړی او ویې ویل، د دوی لومړنۍ یا ابتدايي پلټنې ښيي چې د ملي تدارکاتو پروسې له لارې یوه شرکت د سل زره محافظتي کیټونو د رانیولو پروسه ګټلې وه او د شرایطو مطابق ټول محافظتي کېټونه یې د عامې روغتیا وزارت مرکزي ګودام ته سپارلي و، خو د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ګودام کارکوونکي د قانوني اسنادو د طي کولو په بدل کې د شرکت کارونه ځنډول او د رشوت غوښتنه یې کوله چې لاس په لاس نیول کېږي.
تر دې یوه ورځ دمخه پژواک خبري آژانس د یوه تحقیقي راپور په ترڅ کې له افغانستان سره د مرستهشویو تنفسي دستګاوو د ورکېدو او پاکستان ته یې د قاچاق کېدلو په اړه جزئیات خپاره کړل. پر راپور سربېره د پژواک مشر دانش کړوخیل چې د قانون خلاف ولس جرګې ته غوښتل شوی و، په واضح ډول د خپل تحقیقي راپور په اړه رڼا واچوله او ټول یې چلنج کړل چې له هرې کلمې څخه به یې دفاع وکړي.
خلکو ته څرګنده ده، دا څووم ځل دی چې د عامې روغتیا په وزارت او یا اړوندو او مرستندویه کمېټو کې د فساد، رشوت او د کرونا لهپاره له بېلو شویو پیسو څخه د شوکې خبرونه او راپورونه ورکول کېږي. ان د بېوزلو فقیرانو د اوړو بوجۍ خو هم ولوټل شوې.
علاوه پر دې د تنفسي دستګاوو د قاچاق په اړه د پژواک تر راپور دمخه هشت صبح ورځپاڼې د «فساد میلیونی در پول مبارزه با ویروس کرونا» تر عنوان لاندې په خپل څېړنیز راپور کې په ډاکه کړې وه چې څو ولایتونو ته له کرونا سره د مبارزې په هدف د توکو په رانیولو کې شوکه شوې ده.
له دې دمخه کلید ګروپ په یوه ځانګړي څېړنیز راپور کې موندلې وه چې د کابل بیړنۍ کمېټې ۵ملیونه افغانۍ د بودجې د ځانګړې شوې وجې خلاف لګولې دي. او په یوه بل راپور کې د عامې روغتیا وزارت پخواني وزیر په خپله خوله منلې وه چې له زورواکو او فرمایشي ټستونو څخه نور پوزې ته راغلي دي.
ولې په ډېرې خواشینۍ سره باید وویل شي چې حکومت لاهم د بیان او مطبوعاتو ازادۍ ته چندان ژمن نهښکاري او د همېش لهپاره یو شمېر جګپوړو چارواکو د رسنیو پر قربانیو سترګې پټې کړې او له هرې ممکنه لارې یې هڅه کړې چې د دوی کارونه بېارزښته وښيي.
تر ټولو بارزه نمونه یې د پژواک وروستي راپور په اړه د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح کمزورې او غیر مسوولانه موضعګیري وه چې دا راپور یې رد کړ او هغه یې تشې اوازې وبللې.
صالح ته خو پکار وه چې د لومړۍ مرستیالۍ له چوکۍ یې د رسنیو ستاینه کړې وای او د هشت صبح ورځپاڼې په رابطه یې د جمهور رییس غني په پلونو پل اېښی وای، خو دریغه چې نوموړي په دې رابطه هېڅ هم ونهکړل او تر ننه یې ځان څنډې ته کړې دی.
پر صالح سربېره د عامې روغتیا وزارت مشرتابه هم ډېره عجبیه سنګرنیونه کړې ده. د دغه وزارت مشرتابه د دې پر ځای چې د رسنیو د ژرونالستانو منندوی وي چې د روغتیايي کارکوونکو تر څنګ د کرونا پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ لیکه کې ولاړ دي، په ډېره بېپروایۍ بې له دې چې کومه څېړنه او تحقیق وکړي، راغی او د رسنیو له لوري یې د فساد ضد راپورونه رد کړل.
سړی حیرانېږي چې دغسې یو مهم وزارت او د لومړي مرستیالۍ له چوکۍ څخه چې باید خلکو ته د باور سرچینه وي، ولې له غلو او فاسدانو دفاع کېږي او څرنګه له تحقیقاتو او پلټنې پرته د رسنیو څېړنیز راپورونه چې خورا ډېر زیار او زحمت ګالي او حتا په ځینو مواردو کې ژورنالیسانو سرونه هم بایللي دي، ردوي.
په هرحال اوس چې ټولو ته څرګنده شوې او حکومتي چارواکي هم پوهېږي چې رسنۍ په تول پوره راپورونه خپروي، د دې وخت رارسېدلی چې هم د عامې روغتیا وزارت او هم د لومړۍ مرستیالۍ له چوکې څخه چې کوم غږونه راپورته شوي وو، بېرته واخستل شي او رسنۍ دې تقدیر شي. ځکه رسنیو نهیوازې د کرونا پر وړاندې د مبارزې په روانه پروسه کې په بېپرې توګه اطلاعرسونه کړې او د فساد موارد یې پرلهپسې رابرسېره کړې دي، بلکې د سولې، ملي یووالي، سیاسي او ټاکنیزو اختلافاتو د اواروي په برخو کې یې هم دقیقه، کره او په وخت اطلاعرسونه او ارزونه کړې او په هر ډول بدو او سختو شرایطو کې د خپل ولس ترڅنګ پاتې شوي.
په درنښت
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ