ads

خبریالان: د رسنیو د قانون تعدیل د بیان ازادۍ لپاره ګواښ دی

له هغه وروسته چې افغان حکومت د رسنیو په قانون کې د تعدیل خبره راپورته کړه، دغې چارې په افغانستان کې د یوشمېر رسنیو او خبریالانو تند غبرګونونه راوپارول.

بختاجان بختیار
3 چنګاښ 1399
خبریالان: د رسنیو د قانون تعدیل د بیان ازادۍ لپاره ګواښ دی

د هېواد په جنوب ختیځ خوست ولایت کې د فغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسول سیف الله حیات وایي، چې ترهغې دې په یاد قانون کې تعدیلات نه رامنځ ته کیږې، څو چې پکې د بیان ازادي او د خبریلانو د محدودېدو پر موضوعاتو له سره کتنه نه وي شوي.
په دغه ولایت کې د یوه خصوصي تلویزیون خبریال شرین درمان وایي، د خواله رسنیو د تعدیل شوي قانون اجرايي کېدل د بیان ازادۍ لپاره خطر رامنځته کوي.
هغه څرګندوي، رسنیو او خبریالانو په تیرو ۱۹ کالونوکې زیاتې لاسته راوړنې درلودلې، خو اوس مهال حکومت په لوی لاس غواړي چې دغه لاسته راوړنې تر پښو لاندې کړي.
هغه له افغان حکومته غواړي چې پدې طرحه له سره نوی فکر وکړي.
د یوې بلې سیمه یزې راډيو خبریال فرید وایي، نوې طرحه د بیان ازادي محدودوي، چې دا کار په رسنیز او ټولیز اصلاحي ډګر منفي اغیز لرلی شي.
د صلاحیت لرونکې محکمې له حکم پرته پولیسو، امنیت او څارنوالۍ ته د خبریال د سرچینې افشا کول، د محکمې پر ځای د رسنیو د سرغړونې څېړونکي کمېسیون ته د دوسیو په اړه د څېړنې او پرېکړې د واک سپارل، د رسنیو په بهرنيو پروګرامونو کې د سانسور او محدودیت لګولو لپاره د زمینې برابرول او د رسنیو د کاري جواز د لغوه کولو اسانه کول د ټولیزو رسنیو قانون د تازه طرحې اندېښمنونکې برخې دي.
د افغانستان رسنیو ازادي د طالبانو له واکمنۍ وروسته په تېرو نږدې دوو لسیزو کې له لویو لاسته راوړنو بلل کېږي؛ خو حکومت له لوري د ټولیزو رسنیو په قانون کې په احتمالي تعدیلاتو سره د محدودیتونو لګولو دا اندېښنې رامنځته کړې، چې هسې نه د سولې د خبرو په درشل کې دا لاسته راوړنه له خطر سره مخ شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA