د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، نن سهار اووه بجې او ۱۰ دقیقې د درېیمې حوزې په مربوطاتو کې له بریکوټ سینما سره د پولیسو او وسله والو غلو تر منځ په نښته کې یو پولیس ووژل شول او بل ټپي شو.
دی وایي، پولیس هڅه کوي چې غله ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.
فرامرز یاتوي چې په تېره یوه اونۍ کې د مختلفو پېښو په تړاو ۸۹ تنه نیول شوي، چې ۲۳ کسان یې د جنایي مجرمینو په لېست کې شامل کسان دي.
که څه هم امنیتي چارواکي په دې وروستیو کې د جنایي پېښو پر وړاندې د مبارزې خبر ورکوي، خو بیاهم جنایي پېښې ورځ بر بلې ډېرېږي او خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ