د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند دویم څارن ثنا الله روحاني کلید ته وویل، پېښه پرون شپه یوه بجه د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ تر نښتې وروسته رامنځته شوې ده.
د ده په خبره، کله چې د سیمه ییزو پولیسو د قومندان مزاري موټر او سرتیري د مرستې په هدف سیمې ته د تګ په حال کې وو، په لاره کې د ماین چاودنه پرې شوې، چې په پایله کې یې قومندان او ۱۰ نورو سیمه ییزو پولیسو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دی زیاتوي، چې هلته د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ د نښتې په ترڅ کې هم د حمیدالله په نوم د دې ډلې یو قومندان له دوو ساتونکو سره ووژل شول.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دواړو پېښو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.