ads

د بدخشان کانونه د حکومت له ولکې دباندې دي

د بدخشان ولایت امنیتي مسوولین وایي چې د یاد ولایت یو شمېر كانونه لاهم د طالبانو په ولکه کې دي او د دغو کانونو له عوایدو څخه خپل اکمالات کوي.

نویسنده: The Killid Group
10 تله 1395
د بدخشان کانونه د حکومت له ولکې دباندې دي

د بدخشان ولایت امنیتي مسوولین وایي چې د یاد ولایت یو شمېر كانونه لاهم د طالبانو په ولکه کې دي او د دغو کانونو له عوایدو څخه خپل اکمالات کوي.

د بدخشان ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیت امر محمد نبي بیان د خولې خبره ده چې د راغستان ولسوالۍ د طلا او لاجوردو كانونه د طالبانو په ولکه کې دي. د امنیت امر د معلوماتو له مخې طالبان د راغستان ولسوالۍ له كانونو څخه هره میاشت شاوخوا ۵ ملیونه افـغـانــۍ عــایـد ترلاسه کوي. د بدخشان د ولایتي شورا یو شمېر غړي هم دا خبره تایيدوي. دوی وايي چې طالبان د بدخشان له كانونو څخه ډېره ګټه پورته کوي او له سیمې څخه ځوانان خپلو لیکو ته جذبوي. د بدخشان ولایت د ولایتي شورا وکیل عبدالله ناجي له دولت څخه غواړي چې باید په دې ولايت کې د ناامنیو مخه ونیول شي.

د بدخشان د مــدنــي ټولنــو رییــس سيـف الدين سايس بیا وایي چې طالبان د كانونو له ګټې وټې له پاکستان څخه سپکې او درنې وسلې پېري او د نورستان ولایت له لارې يې چې له بدخشان سره ګډه پوله لري، لېــږدوي. نــومــوړي زیاته کړه چې دولت بايد ملي شتمنیو ته پام وکړي او د امنیت په خوندیتوب کې یې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د بدخشان ولایت د طلا او لاجوردو كانونه په نړۍ کې له خاص شهرت څخه برخمن دي. د بدخشان ډېری کانونه له تېرو څو کلونو راهیسې په ناقانونه توګه سپړل کېږي. راپورونه ښيي چې د بدخشان ولایت د کانونو په ناقانونه استخراج کې د طالبانو ترڅنګ پخواني جهادي قومندانان او سیمه ییز نامسووله وسله وال هم لاس لري. حتا په یو شمېر راپورونو کې ویل شوي دي چې د بدخشان د کانونو یوه اندازه پیسې د یو شمېر مشهورو سیاسي څېرو جېبونو ته هم لوېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA