ads

د قرنطین طرحه: ځینې اصناف به د مهال وېش له مخې فعالیت پیل کړي

د کابل والي له خلکو غواړي چې د قرنطین د نوې طرحې په عملي کېدو کې ورسره همکاري وکړي. والي له خلکو ګیله لري چې په اسانۍ او دقت د دولت لارښوونې نه عملي کوي. د کابل والي محمدیعقوب حیدري وایي، د قرنطین د دغي نوې طرحې پربنسټ به پوهنتونونه، ښوونځي، هوټلونه، رسټورانټونه، سپورټي کلپونه […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
8 غبرګولی 1399
د قرنطین طرحه: ځینې اصناف به د مهال وېش له مخې فعالیت پیل کړي

د کابل والي له خلکو غواړي چې د قرنطین د نوې طرحې په عملي کېدو کې ورسره همکاري وکړي. والي له خلکو ګیله لري چې په اسانۍ او دقت د دولت لارښوونې نه عملي کوي.
د کابل والي محمدیعقوب حیدري وایي، د قرنطین د دغي نوې طرحې پربنسټ به پوهنتونونه، ښوونځي، هوټلونه، رسټورانټونه، سپورټي کلپونه او د لامبو حوزونو ته د کورونا ناروغۍ د گواښ تر کمېدو د فعالیت اجازه ورنه‌کړل شي او تړلي به وي.
خو په خبره یې نور اصناف به بیا د دوی له خوا د چمتو شوي مهالوېش پر بنسټ فعالیت کوي:«ټولو عمده پلورنځیو ته له سهاره تر ۱۲ بجو او پرچون پلورنځیو او سیمساریو ته له غرمې وروسته د فعالیت اجازه ورکړل شوې. د دې طرحې عملي کېدل پیل شوي او عملي کېدو ته یې موږ ژمن یو، خو خلک ډېر کله همکاري نه کوي.»
په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت هم له کورونا سره د مبارزې یوازینۍ لاره د خلکو له خوا د قرنطین او ګرځبندیز د اصولو رعایت بولي.
د دغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، په ټولو ځایونو کې د ماسک اچول باید جبري شي: «لږ تر لږه د ماسک اچول باید په ټولو ځایونو کې جبري شي. له ۲۰ تر ۳۰ ځله د لاسونو مینځل او ټولنیز واټن کولای شي چې موږ او زموږ د خپلوانو په ساتنه کې ګټور تمام شي.»
بلخوا د عامې روغتیا وزارت وایي، د امنیتي او اداري ستونزو له کبله اړ شول چې په دارالامان ماڼۍ کې د کورونا ناروغانو لپاره جوړ شوی د تجرید مرکز وتړي.
د دغه وزارت مرستیال وحیدالله مجروح وایي، د لوړو زده کړو وزارت سره هم په اړیکه کې دي، څو د کابل پوهنتون له لیلیې څخه د تجرید مرکز په توګه کار واخلي: «د دارالامان ماڼۍ په اړه مو جدي ستونزې درلودې، ترڅو به مو چې یو ناروغ داخل ته لېږداوه، نو اړ وو چې له لسو ادارو سره همغږي وکړو. تصمیم دا شو چې دغه مرکز تخلیه کړو، که د کابل پوهنتون لیلیه د تجرید مرکز کړو، نو که یوه یا دوې میاشتې وروسته پوهنتونونه پیل شي، بیا به ستونزه وي، خو د اوس لپاره دوه انتخابه نور هم لرو او اوس د استاد سیاف له خوا اهدا شوی روغتون به د تجرید مرکز کړو.»
د کابل والي او د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې د ګرځبندیز په عملي کولو ټینګار کوي چې په افغانستان کې د کورونا ناروغانو شمېر له ۱۳ زرو واوښت او تر اوسه د دغه ناروغۍ له کبله ۲۳۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۲ سوو ډیر نور ترې بېرته رغېدلي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA