ads

په خوست کې د ۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت سړې خونې جوړېږي

په خوست کې د کرنې ریاست اړوند د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۹۵ میلینونه افغانۍ په ارزښت د پیازو او کچالو سړې خونې جوړېږي. مسولین وایي، په دې سره به له یوې خوا کاریګرو ته د کار زمینه پیدا شي او بل لوری به خوست په یاده برخه کې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
24 غویی 1399
په خوست کې د ۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت سړې خونې جوړېږي

په خوست کې د کرنې ریاست اړوند د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۹۵ میلینونه افغانۍ په ارزښت د پیازو او کچالو سړې خونې جوړېږي.
مسولین وایي، په دې سره به له یوې خوا کاریګرو ته د کار زمینه پیدا شي او بل لوری به خوست په یاده برخه کې تریوه بریده په ځان بسیا شي.
دسړو خونو د جوړونې دا پروګرام د خوست د ګربزو ولسوالۍ څخه پیل شو، چې وروسته به د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې پلی کېږي.
د کرنې ریاست د باغدارۍ په دغه ملي پروګرام څه د پاسه ۹۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د پیازو او کچالو ۲۲۰ سړې خونې او ۳۰ دانې وچوونکي ماشینونه پکې شامل دي.
خوست والي حلیم فدايي د یاد پروګرام د پرانېسته پرمهال وویل: «په دغو سړو خونو کې به ۲۴۵۰ ټنه پياز او کچالو ذخیره کیږي او ترڅنګ به یې ۲۲۰۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابر شي.»
دونه تنه بزګران سیداله او فضل محمد چې یادې سړې خونې ورته جوړېږي وايي پخوا به یې سبزيجان او نورې ترکرۍ له لنډې مودې ورسته خوسا او له ګټې به یې تاوان ډېر و، خو په دې سړو خونو سره به یې شته ستونزه حل او د سبزیو کر ته به مخه کړي.
د یادونې ده چې د سړې خونې په دغه ملي پرواګرام کې ۹۰ فیصده مصرف کرنې ریاست او ۱۰ فیصده بزګران پرې کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA