ads

د خوست اوسیدونکي: که قرنطین ته پام ونه شي، نو بې شمېره خلک به په کرونا اخته شي

د خوست یو شمېر اوسېدونکي او د عامې روغتیا مسولین وایي که چیرې په ښار او ښار ته تلونکو لارو محدودیتونه سخت نشي، کېدای شي چې په لوی شمیرکې خلک په کرونا اخته شي،  چې بیابه کنټرول له وسه پورته خبره وي. ددې ولایت د اوسیدونکو په خبره، هغه مهال چې په خوست کې هېڅ، […]

نویسنده: shams
23 غویی 1399
د خوست اوسیدونکي: که قرنطین ته پام ونه شي، نو بې شمېره خلک به په کرونا اخته شي

د خوست یو شمېر اوسېدونکي او د عامې روغتیا مسولین وایي که چیرې په ښار او ښار ته تلونکو لارو محدودیتونه سخت نشي، کېدای شي چې په لوی شمیرکې خلک په کرونا اخته شي،  چې بیابه کنټرول له وسه پورته خبره وي.

ددې ولایت د اوسیدونکو په خبره، هغه مهال چې په خوست کې هېڅ، خو د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې د کرونا کم شمیر پېښې موجودې وې، هغه وخت د خوست ملکي او نظامي چارواکو ښار قرنطین او ټولې لویې او واړې لارې یې د خلکو تګ راتګ پروړاندې تړلې وې.

خو اوس چې د نورو ولایتونو ترڅنګ په خوست کې هم د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي، نو مسولینو د قرنطین د سختېدو پرځای شته محدودیتونه هم لرې کړل.

د خوست دوه تنه اوسیدونکي قابل نور او سلیم وایي، که چیرې مسولین ښار ته په داخلیدو او د ښار په تړل کیدو کې جدي نه شي، لیرې نه ده، چې دا ولایت به د نورو ولایتونو په څير په لوی شمیر کې د کررونا ویروس دمثبتو پېښو او له کبله یې د مړو شاهد وي.

(( د خوستوالو او یا د ولس اندېښنه ده، که چېرې حالت همداسې دوام وکړي چې یوازې په نوم ښار قرنطین دی، نو وېره شته چې د پېښې په زیات ثبت شي))

((مخکې خو خوست قرنطین و، خو اوس چې مات شوی اندېښمن یم چې کرونا به ډېره خپره شي))

د خوست د عامې روغتیا ریس ډاکټر حبیب شاه انصاري وایي امکاناتو او شته وسایلو ته په کتو امکان نه لري، چې کرونا دې کنټرول شي، او اندېښنه ښيي که چیرې خلک قرنطین نشي نو خبره ددوی له وسه وځي.

((دا ماته د یوه مسوول په صفت اندېښنه ده، چې باید خوست کې قرنطین وساتل شي، ځکه موږ د نورو په پرتله د مدیریت ظرفیت نه لرو، خلک باید د روغتیا وزارت سپارښتتنې په پام کې ونیسي او باید قرنطین ته ژمن پاتې شي))

انصاري د مرکزي ادارې او همداشان د خوست له ولایتي ادارې غواړې، چې د قرنطین په برخه کې رامنځ ته شوي محدودیتونه دې کلیک، ښآر او ولسوالۍ دې تر یوې مودې قرنطین شي، څو ددې ولایت اوسیدونکي د نورو ولایتونو او بهرنیو هیوادو په څير ونه ځپي.

((هیله مې همدغه ده ، له مرکزي دولت څخه، ولایتي ادارې او ولسونو څخه چې خوست کې قرنطین تر اخره وساتي))

د خوست د والي ویاند طالب منګل کلید سره په خبرو کې وویل، لویې لارې اوس هم تړل شوې او ترڅنګ یې په هغو سیموکې  د قرنطین محدودیتونه نرم کړي، چیرته چې دکرونا ویروس د انقال او سرایت ویره نه ده موجوده.

((یو شمېر برخو کې چې د کرونا د خپرېدو وېره نشته هلته مو بندیزونه لرې کړي دي او هغه کسان چې د کرونا وېره ده خلکو ته مو سپارښتنه کړې ده او روغتیایي لارښوونې ورته په بیا بیا وړاندې کېږي))

خوست کې ښار او ښار ته تلونکې لارې له تیرو دوو ورځو راهیسې د خلکو پرمخ په بشپړ ډول خلاصې دي، چې دې کار د خلکو اندېښنې هم زیاتې کړې دي.

له دې دوه ورځې وړاندې د راپورونو له مخې په ننګرهاو او بلخ ولایتونو کې هم په قرنطین کې نرمښت راغلی او خلک په ازادانه ډول ښار او ولسوالیو ته تګ راتګ کولی شي.

دیادونې ده چې تردې دمه په خوست کې د کرونا ویروس  ۹ مثبتې پېښې ثبت شوې او همداشان یو تن ترې مړ شوی ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA