نړۍ کې د کرونا وېروس باندې له څلور میلیونو زیات خلک ککړ شوي دي او له دې وېروس څخه بیا ۲۸۳زره کسان مړه شوي دي.
امریکا کې بیا دې وېروس ډېر اغېز کړی او ددې وېروس له کبله هلته له ۸۰ زرو ډېر کسان قرباني شوي دي او هلته په دې وېروس د اخته کسانو شمېره۱۳۶زرو څخه اوښتې ده.
له امریکا وروسته ایټالیا، هسپانیا، فرانسه، جرمني، او ایران هغه هېوادونو دي چې د کرونا له کبله په کې زیات کسان قرباني شوي دي.
په نړۍ کې بیا د کرونا له کبله لګول شویو بندیزونو کې نرمښت راغلی او یو شمېر نورو هېوادونو کې بیا محدودیتونو زور اخیستی چې له کبله یې د خلکو ژوند سخت کړی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ