د افغانستان د الف لوبډلې لوبډلمشر او د افغان ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی شفیق الله شفق د کرېکټ بورډ د فساد لایحې نه د سرغړونې په صورت د کرېکټ په ډګر کې له شپږ کلن بندیز سره مخ شو.
افغان کرېکټ بورډ مسولین وایي، چې پر شفق د فساد اوړند څلور تورونه وو، چې نوموړي په ټولو سرغړونو اعتراف کړی او خپله ملامتي یې منلې ده.
د دوی په خبره دا تورونه په ۲۰۱۸کال کې د افغان کورني کرکټ غوره لیګ سیالیو او همدارنګه په ۲۰۱۹کال د بنګله دېش هېواد غوره لیګ شل اوریزه سیالیو کې لګیدلي و.
شفیق الله شفق د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره د تېزې توپوهنې په برخه کې یو مهم لوبغاړی ګڼل کېږي، چې هر وخت کولای شي د لوبې مخ بدل کړي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ د فساد ضد څانګې مشر وایي، چې دا د یوه لوبغاړي لپاره لوی جرم دی چې د لوړې کچې سیالیو پر مهال فساد کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ