ads

په خوست کې زرګونه کورنیو ته د وچې ډوډۍ وېش پیل شو

د خوست والي محمد حلیم فدایي بېوزلو ته د وچې ډوډۍ د وېش د پيل په مراسمو کې وویل، د وچې ډوډۍ د وېش یاده لړۍ د جمهور محمد اشرف غني له لوري د مرکز کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې له وړاندې پیل شوې او تېر مازيګر رسمآ په خوست کې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
21 غویی 1399
په خوست کې زرګونه کورنیو ته د وچې ډوډۍ وېش پیل شو

د خوست والي محمد حلیم فدایي بېوزلو ته د وچې ډوډۍ د وېش د پيل په مراسمو کې وویل، د وچې ډوډۍ د وېش یاده لړۍ د جمهور محمد اشرف غني له لوري د مرکز کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې له وړاندې پیل شوې او تېر مازيګر رسمآ په خوست کې هم پیل شوه.
خوست والي وویل: «هر څوک د وچې ډوډۍ د وېش له پروسې څارنه کولی شي او د دې چارې لپاره یوه کمېټه هم ټاکل شوې چې هره ورځ به له یادې پروسې هر اړخیزه نظارت ترسره کوي.»
په ورته مهال د خوست ښاروالۍ سرپرست انجینر دلاور نوري وویل چې هره ورځ به هرې کورنۍ ته لس ډوډۍ ورکولې کېږي او په خبره یې دا پروسه به په پوره شفاف ډول د یوې کمېتې لخوا چې په کې د اړونده ناحیې مدیر، د علماوو استازی، ګذر وکیل، د ښځو استازې، یو تن متنفذ، د مشورتي بورډ، د مدني ټولنې او د رسنیو استازي برخه لري مخ ته ځي: «د لا شفافیت لپاره د اړمنو کسانو د تثبیت لپاره ځانګړې کارتونه جوړ شوي دي چې هر ورځ به د ځانګړې کمېټې له لوري کتل کیږي او بیا به ورته ډوډۍ ورکول کېږي.»
دوه تنه ډوډۍ ترلاسه کوونکي د دولت له دې پروګرامه خوښ دي، خو په ورته مهال غوښتنه کوي، چې حکومت دې يې په نورو برخو کې هم لاسنیوی وکړي.
«موږ د حکومت د دغه اقدام هرکلی کوو، خو دا بسنه نه کوي، اړتیا ده چې زموږ لا ډېر لاسنیوی وشي.»
د یادولو ده چې اوس مهال د ښار اړوند له ۵۸ نانواییو سره قراردادونه شوې چې هره ورځ به ټاکل شوو کورنیو ته لس_ لس وچې ډوډۍ ورکوي، او ددې ترڅنګ هغې سیمې چې له نانواییو په لرې فاصله کې موقعیت لري د ځانګړې ټاکل شوې کمېټې له لوري به په همغو سیمو کې هم ورته ډوډۍ وېشل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA