ads

د خوست اوسېدونکي د ویجاړو پلونو رغول غواړي

د خوست اوسېدونکي وايي، د وروستیو سېلابونو له کبله د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې یو شمېر لوی او کوچني پلونه زیانمن شوي او دوی یې له اړونده ادارو د بیا جوړونې غوښتنه کوي.

بصیر یاد
20 غویی 1403
د خوست اوسېدونکي د ویجاړو پلونو رغول غواړي

د دغه ولایت اوسېدونکی رحمن ارمان وايي، په ځينو سیمو کې پلونه او سړکونه د سېلابونو له کبله ویجاړ شوي او زیاتوي چې که حکومت پر وخت پام ورته وه نه کړي، ممکن له منځه ولاړ شي:
«په رښتیا هم د بارام او طوفان له وجې ځینې مهم پلونه، سړکونه او همداشان د پرق پايې چې نصب شوي تخریب شوي دي نو زموږ هیله دا ده له دولت څخه چې په دې برخه کې له پوره جدیت څخه کار واخلي ترڅو په راتلونکې کې د نورو مشکلاتو سبب نه شي.»
د خوست یو بل اوسېدونکی بسم الله ذهین هم وايي، پرلپسې سېلابونو پلونه او ځينې نور عامه تاسیسات زیانمن کړي، نو په کار ده چې د بیا جوړېدو لپاره یې ژر اقدام وشي:
«له دولت څخه مو غوښتنه ده چې، دې برخه کې ډېر جدي اقدامات وکړي د عامه تاسیساتو لپاره هم ژر اقدامات وشي ترڅو هغه ستونزې او خنډونه یې چې رامنځته کړي دي حل فصل شي.»
بل لورته د خوست د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، په مرکز او ولسوالیو کې د سېلابونو له کبله یو شمېر وران شوي پلونه بیا رغول شوي او پاتې نور به هم ژر جوړ شي.
د ټولګټو چارو ریاست رییس محمد الله احمد وویل، د شاوخوا ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یې درې لوی پلونه بیا جوړ کړي او ترڅنګ یې د پلونو د ساتنې لپاره استنادي دیوالونه هم رغولي دي:
«د ډډوالو پل چې د سېلابونو پر وخت تخریب شوی و کار په کې شوی، همدا شان د خوست پکتیا عمومي سړک د دوه منده په سیمه کې مو د سړک استنادي دیوال کې کار کړی، د مټه چینې پرشه، د ګل زار اکا پل او د فرم باغ پل کې مو کار کړی دی.»
د یادونې وړ ده چې، نه یوازې خوست بلکې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د وروستیو سېلابونو له کبله پلونه او سړکونه ویجاړ شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA