د راپورونو له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد
قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملابرادر سره کتلي.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه توېټ کې ددې خبر پخلی کړی دی او لیکلي یې دي چې زلمي خلیلزاد له ملابرادر سره د سولې هوکړې پرتطیق، ځانګړې توګه د بندیانو د خلاصون پر پروسې او د سولې پر بین الافغاني کېدونکو مذاکراتو اړوند خبرې اترې کړې دي.
د امریکا د متحده ایالاتو بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې ورځ تائید کړه، چې زلمي خلیلزاد د افغانستان سولې لپاره دوحې، نوي ډیلي او اسلام آباد ته په سفر وتلی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ