د هندي رسنیو د راپورونو له مخې عرفان خان نن چهارشنبه اپریل ۲۹مه د هند په ممبۍ ښار په یوه روغتون کې د سرطان ناروغۍ له کبله ساه ورکړه.
عرفان د هندستان سینما لپاره ډېرو فلمونو کې کار وکړ او په دې ډګر کې خاص مینه وال یې درلودل.
دی د هندي سینما لومړنیو ستورو څخه شمېر کېده، له دې سره یې په غربي سینما یا هالیووډ کې هم د پام وړ کار کړی.
عرفان خان د هندستان هېواد په جایپور سیمه کې وزیږید او د ۵۳کلونو په عمر سره له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پتي کړي، هندي سینما د نومړي په مرګ خواشینې ده او دا یې د هندي سینما لپاره لویه ضایعه بللي ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ