ads

دفاع وزارت: امنیتي ځواکونو له دفاعي حالت سره مخالف وسله وال په شاه تمبولي دي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، سره له دې چې امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي خو بیا هم د وسله والو مخالفینو زیات بریدونه په شماتمبولي او هغوی ته یې زیاته مرګه ژوبله اړولې. د په داسې حال کې ده چې رسنیو د راپورونو له مخې په تېره یوه اونۍ کې نېږدې سل تنه […]

نویسنده: shams
6 غویی 1399
دفاع وزارت: امنیتي ځواکونو له دفاعي حالت سره مخالف وسله وال په شاه تمبولي دي

د افغانستان دفاع وزارت وایي، سره له دې چې امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي خو بیا هم د وسله والو مخالفینو زیات بریدونه په شماتمبولي او هغوی ته یې زیاته مرګه ژوبله اړولې.
د په داسې حال کې ده چې رسنیو د راپورونو له مخې په تېره یوه اونۍ کې نېږدې سل تنه امنیتي سرتیري وژل شوي دي.
خو د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وایي، اوس چې امنیتي ځواکونه په فعال دفاعي حالت کې دي، بیاهم هره ورځ د دولت د وسله والو مخالفینو لسګونه بریدونه شنډوي او یا یې په شاتمبوي.
په ورته وخت کې د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل هم پرته له دې چې د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېرې په ډاګه کړي، وایي، امنیتي ځواکونو په تېره یوه اونۍ کې له ۳ سوو ډېر د دولت وسله وال مخالفین وژلي دي.
خو د پوځي چارو پوهان وایي، د امنیتي ځواکونو د مدیریت کمزوري او کار اهل کار ته نه سپارل د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د لوړېدو لامل شوي دي.
د پوځي چارو شنونکی عبدالباري عارض وایي، له یوې خوا د امنیتي ځواکونو په مشرتابه کې مسلکي کسان کم دي او له بلې خوا کورني سیاسي کړکیچ هم د امنیتي ځواکونو په مورال منفي اغېز کړی دی
په ورته وخت کې د پوځي چارو بل شنونکی امان الله امان هم د امنیتي ځواکونو په مدیریت نیوکه کوی او وایي، د امنیتي ځواکونو مشرتابه د وړتیا له مخې نه، بلکې د اړیکو پربنسټ ګمارل کېږي او په وینا یې ډېری غیرمسلکي کسان د امنیتي ځواکونو رهبري کوي چې همدا موضوع د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې د لوړېدلو لامل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او سیمو کې جګړو زور اخیستی او د سولې په اړه یې د خلکو هیلې کمرنګه کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2024 © TKG: A public media project of DHSA