وسله وال طالبان خبر ورکوي چې په دوو ورځو کې یې لغمان ولایت کې څلوېښت بندیان خوشې کړي دي، چې د دوی په خبره ټول یې افغان سرتېري دي.
ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې، د جمعې ورځ له غرمې وروسته یې ۲۰ افغان سرتېري یې خوشي کړي دي او همدارنګه هر یو تن ته یې جامې او ۵زره افغانۍ د لارې کرایه هم ورکړې ده،.
بل لور ته د لغمان ولایتي چارواکي د طالبانو له لوري د بندیانو خوشې کېدل مني خو وایي، څېړنې یې پیل کړي دي ترڅو معلومه کړي چې ازاد شوي زندانیان سرتېري دي او که ملکیان.
تېره اوونۍ هم وسله والو طالبانو کندهار ولایت کې د شل افغان سرتېرو د خوشې کېدو خبر ورکړ، چې بیا وروسته دکندهار امنیه قوماندان تادین خان د طالبانو دا ادعا رد کړه او ويې ویل چې طالبانو نظامیان نه بلکې ملکیان خوشې کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ