ads

میاخېل: له پاکستانه راتلونکي ګډوال به قرنطین شي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، په پاکستان کې بند پاتې افغانان به په نېږدې دوو اوونیو کې د تورخم له لارې هېواد ته راستانه او هلته به له ۱۴- ۲۱ ورځو قرنظین وي. د دغه ولایت والي شاه محمود میاخیل د پنجشنبې په ورځ د یو خبري کنفرانس پرمهال وویل، له کوزې پښتونخوا د تورخم […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
14 وری 1399
میاخېل: له پاکستانه راتلونکي ګډوال به قرنطین شي

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، په پاکستان کې بند پاتې افغانان به په نېږدې دوو اوونیو کې د تورخم له لارې هېواد ته راستانه او هلته به له ۱۴- ۲۱ ورځو قرنظین وي.
د دغه ولایت والي شاه محمود میاخیل د پنجشنبې په ورځ د یو خبري کنفرانس پرمهال وویل، له کوزې پښتونخوا د تورخم له لارې بېرته راستنیدونکو افغانانو لپاره يې د قرنطين په هدف تورخم کې هر راز تدابیر نیولي دي.
اوسمهال په لسګونه افغانان په پاکستان کې بند پاتې دي او له سختو ستونزو سره مخ دي.
والي وایي، دوی هڅه کوي ژر دا افغانان خپل هېواد ته راولي او په خبره یې په تورخم کې یې د قرنطین پرېکړه په دغه هدف کړې، چې د کورونا وېروس مخنیوی وشي.
چارواکي د قرنطین په برخه کې له ولسي خلکو غوښتنه کوي، چې لاسنیوی یې وکړي.
چارواکي زیاتوي، چې دمګړۍ په ننګرهار کې ۱۱ شکمنې پېښې ثبت شوې، چې له ډلې یې یوه منفي او ۹ یې کابل ته لېږدولي او ۲ یې دلته په ننګرهار کې تر تشخیص لاندې دي.
کورونا وېروس سرچینه د چین له ووهان ښاره پيل شوه چې اوسمهال یې د نړۍ ګڼو هېوادونو ته مخه کړي او په لسګونه زره کسان یې وژلي او هم په لسګونه زره نور پرې اخته دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA