ټاکل شوې، نن د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه وشي، چې د بحث اساسي موضوع به یې د افغانستان امنیتي حالت ارزول وي.
ناټو سازمان پرون په افغانستان کې د تلپاتې سولې د راتګ په هدف په دغه هېواد کې د خپلو سرتیرو کمېدو خبر ورکړ.
د دغه سازمان مشر ینس سټولټنبرګ د ناټو د وزیران شورا په غونډه کې وویل، دغه سازمان هوډ لري چې په افغانستان کې د سولې په راتګ سره د ناټو ځواکونو شمېر کم کړي.
هغه زیاته کړه، د اوړي تر موسم پورې باید ۱۲زره ناټو ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي او د لا کمېدو په اړه یې تصمیم نه دی نیول شوی.
د ناټو د معلوماتو له مخې، د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک پرمهال دغه سازمان په افغانستان کې شاوخوا ۱۶۰۰۰سرتیري لرل.
د یاد سازمان سرمنشي د افغانستان حالت ناسم وباله او زیاته یې کړه، هغه وخت رسېدلی چې طالبان او نور سیاستوال په دې اړه خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي.
د ناټو سرمنشي همدارنګه د امریکا او طالبانو د سولې هوکړه لیک له مخې د دې ډلې له خوا د تاوتریخوالي پر کمولو هم ټینګار وکړ.