د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په هېواد کې د کرونا وېروس ۲۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې له دې پېښو څخه يې ۱۲ په هرات، ۶کابل، ۱ په بغلان، ۱ پکتيکا او یوه په غزني ولايت کې ثبت شوې دي.
د روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار په وینا د تازه بېښو له ثبت سره په ټول افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر۱۹۶تنو ته ورسېد، چې څلور تنه ترې مړه شوي او پنځه نور ترې روغ وتي دي.
د روغتیایي چارواکو په وینا، کوم کسان چې اوسمهال په کورونا وېروس اخته کېږي، په دې وروستیو کې یې کوم بهرني هېواد ته سفر نه دی کړی.
کورونا وېروس د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګند شو، چې تر دې مهاله یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې زرګونه کسان وژلي او زرګونه نور پرې اخته شوي دي.