د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي د ټول هېواد په کچه د کورونا وېروس د ۹۱ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکوي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند احمد توحید شکوهمند کلید ته وویل، تر دې دمه د افغانستان له ۲۹ ولایتونو ۹۷۶ شکمنې پېښې د کابل او هرات ولایتونو په لابراتوارونو کې څېړل شوې، چې له ډلې یې ۹۱ مثبتې او ۸۸۵ نورې منفي ثابتې شوې دي.
هغه زیاتوي، تر اوسه په هرات کې ۶۵ او په کابل کې څلور کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د ده په خبره، تر دامهاله د کورونا وېروس له کبله درې افغانان وژل شوي او درې نور ترې روغ شوي دي.
کورونا وېروس د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګند شو، چې تر اوسه یې د نړۍ په ۱۹۰ هېوادونو کې زرګونه کسان وژلي او زرګونه نور پرې اخته شوي دي.