د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ټاکل شوې نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې له خپلې سیالې ایرلینډۍ لوبډلې سره مخ شي.
دغه لوبه نن ماسپښین یوه بجه د هندوستان په ګريټر نويډا لوبغالي کې پیلېږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان لوبډله د دغو لوبو لپاره بشپړ چمتوالی لري او تر دې وړاندې یې یو لړ تمریني لوبې هم ترسره کړې دي.
افغانستان وار دمخه د ۲۰۲۰ میلادي کال نړیوال جام ته لاره مندلې، خو ایرلنډ به دغو لوبو ته د غوراوي پړاو بشپړوي او بیا به نړیوال جام ته وځي.
د یادولو وړ ده، چې دا لوبې به پر ځینو کورنیو ټلویزیونو په ژوندۍ بڼه خپرې شي.