د راپورونو له مخې، د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر ته سپارښتنه کړې، چې له افغانستان څخه د لومړنیو امریکایي ځواکونو د ایستلو لړۍ پیل کړي.
اسپر تېره ورځ په پینټاګون کې خبریالانو ته ویلي، دی ډاډه نه دی چې د امریکایي سرتیرو وتل پیل شوي او که نه، خو زیاته کړې یې ده، چې دوی له طالبانو سره د تړون له مخې، د لسو ورځو په اوږدو کې ۸۶۰۰ امریکایي پوځیان خپل هېواد ته ستنوي.
د یادولو وړ ده، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون له مخې به په ۱۴میاشتو کې ټول بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي.