ads

بین الافغاني خبرو ته د حکومت لاسته راوړنه

جمهور رییس محمد اشرف غني د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک ترلاسلیک یوه ورځ وروسته وویل، چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشي کول د افغان حکومت صلاحیت دی او دی به د بین‌الافغانی خبرو په بهیر کې د باور رامنځ ته کېدو په صورت کې هغوی خوشي کوي. اوس پوښتنه دا ده چې […]

نویسنده: Mohammad Khan barial
12 کب 1398
بین الافغاني خبرو ته د حکومت لاسته راوړنه

جمهور رییس محمد اشرف غني د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک ترلاسلیک یوه ورځ وروسته وویل، چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشي کول د افغان حکومت صلاحیت دی او دی به د بین‌الافغانی خبرو په بهیر کې د باور رامنځ ته کېدو په صورت کې هغوی خوشي کوي. اوس پوښتنه دا ده چې ایا افغان حکومت به پر خپل دغه دریځ ودرېږي او که په دې برخه کې به فشارونو ته غاړه کېږدي؟
د افغان حکومت دغه دریځ ښايي له دې کبله وي، چې په راتلونکو بین‌الافغاني خبرو اترو کې افغان لوری له یوه قوي دریځ څخه برخمن وي. دا خبره ځکه مطرح کېږي، چې افغان حکومت د قطر په خبرواترو کې د څنډې ته کېدو له کبله ناراضه ښکارېده.
د قطر خبرې، چې هوکړې ته ورسېدې، دغه نارضایتي يو څه ډېره احساس شوه، ځکه د دې هوکړې د لاسلیک په ورځ افغان حکومت بیا هم ځان څنډې ته احساس کړ او د هوکړه لیک د لاسلیکېدو غونډې ته ونه بلل شو.
پر افغان حکومت سربېره، دې مسلې پر يو شمېر افغانانو هم اغېز وکړ او دا فکر ورته پیدا شو، چې کېدای شي طالبانو ته تر ډېره حده پام کول، په بین الافغاني خبرو اترو کې د پرېکړو په کچه د افغان لوري دریځ وار له مخه له کمزورتیا سره مخ کړي. د خلکو باور دا دی، که چېرته دا وړ چلندونه لاپسې دوام وکړي، د افغانستان ګټې به زیانمنې کړي.
وروسته له هغه چې جمهور رییس غني په څرګندو ټکو وویل، چې د افغانستان حکومت د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو لپاره هېڅ ډول ژمنه نه لري، د بندیانو خوشي کول د افغانستان د خلکو حق دی او امریکا په دې اړوند کوم صلاحیت نه لري؛ د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ له جمهور رییس غني سره ټلیفوني خبرې وکړې او د دغه هوکړه لیک مبارکي یې ورکړه.
د متحدوایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپيو له سي بي اس ټلويزيوني شبکې سره په مرکه کې وويل، چې د هوکړه لیک د متن پر اساس افغانستان ته د سولې راوستلو په تړاو امریکا ژمنه کړې؛ څو له ټولو خواوو سره د اعتماد جوړونې لپاره ډېر ژر د جنګي او سیاسي بندیانو د خوشي کولو په تړاو ګام اوچت کړي.
په دې هوکړه لیک کې ویل شوي، چې د مارچ تر لسمې پورې د طالبانو اسلامي امارت، چې د متحده ایالاتو له خوا د یوه دولت په توګه نه پېژندل کېږي او د طالبانو په توګه پېژندل کېږي، ۵۰۰۰ تنه بندیان او د بل لوري ۱۰۰۰ تنه بندیان خوشي کېږي.
هوکړه لیک هم پر دې ټکي ټينګار لري چې امریکا به د بنديانو د خوشي کېدو په اړه له ټولو خواوو سره مفاهمه کوي. یعنې د بندیانو خوشي کول يې د خواوو په صلاحیت کې راوستي دي. ښايي جمهور رییس غني چې کوم دریځ غوره کړی، د هوکړه لیک د همدې ټکي پر اساس وي.
خو اوس داسې ښکاري چې امریکا به پر افغان حکومت زرو راوړي، تر څو د هوکړه لیک دغه برخه عملي بڼه خپله کړي؛ خو وبه لیدل شي چې افغان حکومت خپل دریځ بدلوي او که دغه مسله د هغې پیاوړې لاسته راوړنې په توګه کاروي چې پخپل واک کې يې لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA