د کونړ ولايتي چارواکي په دې ولايت کې افغان ځواكونو ته د ۴۲ داعش وسله والو د تسليمېدو خبر ورکوي.
د كونړ د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په يادو داعشيانو كې درې قوماندانان هم شامل دي.
سرچينه وايي، تسليم شوو داعش وسله والو د کونړ په يو شمېر سيمو کې دولت ضد فعاليت کاوه.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د كونړ د چارواكو په خبره، هلته يې داعش وسله وال ځپلي او اوس مهال د دغه ولايت په لرې غرنيو سيمو کې فعاليت کوي.
بايد وويل شي، چې په ننګرهار كې هم سږ كال سلګونو داعشيانو له خپلو كورنيو سره يو ځاى ځانونه افغان ځواكونو ته سپارلي دي.